1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نشه يي توکو سوداگر

۱۳۸۸ مرداد ۱۹, دوشنبه

د رويتر آژانس دا خبر خپور کړی، چې امريکايي ځواکونه غواړي د نشه يي توکو پنځوس تنه سوداگر، کوم چې له طالبانو سره خپلې لاس ته وروړې پيسې شريکوي، يا ونيسي او يا يې ووژني

https://p.dw.com/p/J6wo
له واشنگټن څخه د رويتر آژانس په خپل د آگست د لسمې ورځې يوه رپوټ کې، د نيويارک ټايمز د دوشنبې د ورځې د يوه خبر په حواله سره، چې هغه بيا د امريکې د کانگرس له هغه رپوټ څخه راخيستی چې دې اونۍ کې به خپور شي، راليکي، چې د امريکې متحده ايالتونو٥٠ تنه له طالبانو سره اړيکې لرونکي د نشه يي توکو سوداگران د پنتاگون په هغه لست کې شامل کړي، چې بايد يا ونيول شوي او يا ووژل شي. له طالبانو سره تثبيت شوي اړيکي لرونکي د نشه يي توکو غټ سوداگران، د ياغيانو له مشرانو سره سم گڼل شوي، او کېدلی شي ونيول شي يا هر وخت ووژل شي. دا خبره په افغانستان کې گمارل شوو دوو امريکايي جنرالانو، د سنا د بهرنيو اړيکو له جرگه گۍ سره په يوې مرکې کې کړېده، کومه به چې دا رپوټ خپروي. نيويارک ټايمز راوړي، چې جنرالانو د سنا غړو ته څرگنده کړې، په لست کې قريب پنځوس تنه د نشه يي توکو هغه لوی سوداگر دي، چې لاس ته وروړې پېسې له طالبانو سره ويشي. ورځپاڼه وړاندې په ډاگه کوي، د افغاني نشه يي توکو د سوداگرو تعقيب د امريکې په پاليسۍ کې يو لوی بدلون دئ او کېدلی شي د ناتو له يو شمېر هغوهېوادونو څخه ملحوظات راپورته کړي، کوم چې په افغانستان کې ځواکونه لري. رپوټ دا هم څرگندوي، امريکايي پوځي قوماندانانو کانگرس ته ډاډ ورکړی، چې باور لري دا پاليسي له نظامي او نړيوالو اصولو سره سمه ده. د ټايمز د راپور له مخې، پوځي قوماندانانو زياته کړې، چې دا حرکت د هغه نوي پلان يو د اهميت وړ توکی دئ، د کوم له مخې چې بايد له ياغي طالبانو سره د مالي مرستې سرچينه يعنی د نشه يي توکو پيسې، ونړول شي. نيويارک ټايمز له دې موضوع سره د ښه آشنا يوه لوړ پوړې پوځي منصبدار له قوله دا معلومات هم ورکړي، چې سږ کال د دې پالسۍ د پيل راهيسې، امريکايي ځواکونو د نشه يي توکو د سوداگرۍ تر شک لاندې څو تنه نيولي او يا وژلي هم دي. ورځپاڼه دې ته هم گوته نيسي، چې د پنتاگون وياند ډگرمن پاتريک روډر د سنا پر رپوټ باندې کومه تبصره نه کوي او نه په مستقيمه توگه سره د داسې يوه لست موجوديت تائيدوي. که څه هم روډر ويلي دي، مهمه دا ده چې په ډاگه کړو، موږ لومړی د نشه يي توکو په سوداگرۍ کې ښکېل ترهگر په نخښه کوو، نه له تروريزم سره اړوند لرونکي د نشه يي توکو سوداگر.
په افغانستان کې د کوکنارو څخه ترياک ټولونهانځور: picture-alliance/ dpa

له واشنگټن څخه د رويتر آژانس په خپل د آگست د لسمې ورځې يوه رپوټ کې، د نيويارک ټايمز د دوشنبې د ورځې د يوه خبر په حواله سره، چې هغه بيا د امريکې د کانگرس له هغه رپوټ څخه راخيستی چې دې اونۍ کې به خپور شي، راليکي، چې د امريکې متحده ايالتونو٥٠ تنه له طالبانو سره اړيکې لرونکي د نشه يي توکو سوداگران د پنتاگون په هغه لست کې شامل کړي، چې بايد يا ونيول شوي او يا ووژل شي.

له طالبانو سره تثبيت شوي اړيکي لرونکي د نشه يي توکو غټ سوداگران، د ياغيانو له مشرانو سره سم گڼل شوي، او کېدلی شي ونيول شي يا هر وخت ووژل شي. دا خبره په افغانستان کې گمارل شوو دوو امريکايي جنرالانو، د سنا د بهرنيو اړيکو له جرگه گۍ سره په يوې مرکې کې کړېده، کومه به چې دا رپوټ خپروي

په لست کې د نشه توکو پنځوس سوداگر شامل دي

نيويارک ټايمز راوړي، چې جنرالانو د سنا غړو ته څرگنده کړې، په لست کې قريب پنځوس تنه د نشه يي توکو هغه لوی سوداگر دي، چې لاس ته وروړې پېسې له طالبانو سره ويشي.

ورځپاڼه وړاندې په ډاگه کوي، د افغاني نشه يي توکو د سوداگرو تعقيب د امريکې په پاليسۍ کې يو لوی بدلون دئ او کېدلی شي د ناتو له يو شمېر هغوهېوادونو څخه ملحوظات راپورته کړي، کوم چې په افغانستان کې ځواکونه لري.

رپوټ دا هم څرگندوي، امريکايي پوځي قوماندانانو کانگرس ته ډاډ ورکړی، چې باور لري دا پاليسي له نظامي او نړيوالو اصولو سره سمه ده.

دا حرکت د امريکايانو د يوه نوي پلان يوه برخه ده

د ټايمز د راپور له مخې، پوځي قوماندانانو زياته کړې، چې دا حرکت د هغه نوي پلان يو د اهميت وړ توکی دئ، د کوم له مخې چې بايد له ياغي طالبانو سره د مالي مرستې سرچينه يعنی د نشه يي توکو پيسې، ونړول شي.

نيويارک ټايمز له دې موضوع سره د ښه آشنا يوه لوړ پوړې پوځي منصبدار له قوله دا معلومات هم ورکړي، چې سږ کال د دې پالسۍ د پيل راهيسې، امريکايي ځواکونو د نشه يي توکو د سوداگرۍ تر شک لاندې څو تنه نيولي او يا وژلي هم دي.

ورځپاڼه دې ته هم گوته نيسي، چې د پنتاگون وياند ډگرمن پاتريک روډر د سنا پر رپوټ باندې کومه تبصره نه کوي او نه په مستقيمه توگه سره د داسې يوه لست موجوديت تائيدوي. که څه هم روډر ويلي دي، مهمه دا ده چې په ډاگه کړو، موږ لومړی د نشه يي توکو په سوداگرۍ کې ښکېل ترهگر په نخښه کوو، نه له تروريزم سره اړوند لرونکي د نشه يي توکو سوداگر.

رويتر/ عارف وردگ