1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايانو په افغانستان کي طبيعي زېرمي کشف کړي دي

۱۳۸۹ خرداد ۲۵, سه‌شنبه

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د يو رپوت د مخه، چي نن خپورسوی دی، امريکايي جيولوجيستانو په افغانستان کي د يو تريليون ډالرو په ارزښت طبيعي کانونه موندلي دي...

https://p.dw.com/p/Nq4Y
امريکايي جيولوجستان په افغانستان کي د پلټونو پر مهال
امريکايي جيولوجستان په افغانستان کي د پلټونو پر مهالانځور: AP

د دغو طبيعي زيرمو زياته برخه مس، ليتيوم،وسپنه وسره زر دي، د نيوبيوم فلز او کوبالت شامل دي.

لوړ پوړو امريکايي حکومتي چارواکو وويل چي د دغو کانونو استخراج ښه بس دي تر څو جګړه ځپلی افغانستان د خاورو څخه را پورته سي.

د نيويارک ټايمز په رپوټ کي ويل سوي دي، چي د افغانستان د ليتيوم د فلزو زيرمه دبوليويا د هيواد د زيرمي سره پرتله کيدای سي، چي په اوسني وخت کي د نړۍ د ليتوم د فلزو تر ټولو ستره زيرمه ګڼله کيږي.

ليتيوم هغه يومهم فلز دی، چي د چارچېدو وړ بټريو، سيار تيلفونو او سيار لپ ټاپونو او حتي د برقي موټرو دپاره په کار لويږي.

ورځپاڼه د متحده ايالاتو ددفاع وزرات د چارواکو له خولي ليکي چي: افغانستان کيدای سي چي د« ليتويم سعودي عربستان» وګرځي.

امریکایی چارواکو ويلي دي چي :« دمسو او اوسپنو له لحاظه هم افغانستان ډیر شتمن دی چي، کيدای سي دنړۍ د سترو تولیدونکو په جمله کي راسي.»

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍستر قوماندان جنرال ډيويډپيتراييس د نيويارک ټايمز ورځپاڼي ته وویل چي، دلته ډيري زياتي پټي خزانې پرتې دي. په دغو زيرمو افغانستان پر پښو درېدلای سي.

د افغانستان د کانواو صنایعو وزارت مشاور ، جلیل جومړیاني هم د نيويارک ټايمز ورځپاني ته د افغانستان د دطبيعي زيرمو پراهمیت خبري کړي دي .

طبيعي زېرمي
طبيعي زېرمي

هغه ويلي دي :« دا کانونه به د افغانستان د اقتصاد د ملا تير وګرځي.»

د امريکاد متحده ايالاتو د جيولوجيستانو او دفاع وزرات د چارواکو يوټيم د هغو نقشو او معلوماتو د مخه چي په افغانستان کي د شوروي د اشغال په موده کي د شورويانو له خوا راټول سوی ؤ، د افغانستان د طبيعي زيرمو دغه ستري او بې حسابه شتمنۍ وموندلې.

د افغانستان جيولوجستانو دغه نقشې او معلومات د افغانستان څخه د شوروي د ځواکونو تر وتلو وروسته د ځان سره په کورونو کي ساتلي وې ترڅو هغه په نوموړي هیواد کي د وروسيتو کلونو له ګډوډیو څخه خوندي وساتي.

د افغانستان د معدن او صنايعو يو پخواني کار کونکي، انجنیر احمد د نيويارک ټایمز ورځپاڼي ته ويلي دي : « دغه نقشې موجودي وې،خو پر هغو باندي کار ونه سو ځکه افغانستان د 30 تر 35 کلونو پوري د جګړې ډګر ؤ.»

امريکايي چارواکو نوموړي ورځپاڼي ته ويلي چي جمهور رئيس حامد کرزي ته د افغانستان د دغو زيرمو د موندلو په هکله معلومات ورکړل سوي دي.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل