1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايان د افغانستان د جگړې څخه د وتلو لاري لټوي

۱۳۸۹ تیر ۶, یکشنبه

تر 9 کلني جگړې وروسته اوس داسي ښکاري چي امريکايان دې نتیجې ته رسېدلي وي، چي په افغانستان کي خپل اهداف او غوښتني محدود ي کړي.

https://p.dw.com/p/O4MX
د څېړونکو په عقېده به په افغانستان کي د ټولو اهدافو تر لاسه کول ګرانه خبره وي، خوددې امکان سته چي، د منلو وړ حل لاري ته سړی ورسیږي.
د څېړونکو په عقېده به په افغانستان کي د ټولو اهدافو تر لاسه کول ګرانه خبره وي، خوددې امکان سته چي، د منلو وړ حل لاري ته سړی ورسیږي.انځور: AP

هغوئ اوس په دې لټه کي دي چي د هغه هيواد څخه د خپلو عسکرو د ايستلو دپاره د داسي يوه لاره پيدا کړي چي د هغې څخه دا تعبير ونسي، گواکي دوئ هلته ماته خوړلې.

اوس امریکایان وايي چي د امکان په صورت کي کيدای سي چي، دطالبانو سره دخبرو لاره غوره سي.

که څه هم دوئ د افغانستان په سويلي ولايتونو کي د خپلو وسله والو ځواکونو شمېر ډېر کړی، خو داسي ويل کيږي چي دوئ دا کارددې دپاره کوي چي په نژدې راتلونکي کي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو دايستلو دپاره په اصطلا دروازې خلاصي کړي.

دForeign Affairs په ژورنال کي اساسي او بنيادي پوښتنه دا مطرح سوې چي، تر کومو شرايطو لاندي به امریکايان د افغانستان څخه دخپلو وسله والو ځواکونو په وتلو پيل کوي.

د څېړونکو په عقېده به په افغانستان کي د ټولو اهدافو تر لاسه کول ګرانه خبره وي، خوددې امکان سته چي، د منلو وړ حل لاري ته سړی ورسیږي.

د کارپوهانو په خبره امریکایان بايد او ددې ښه هرکلی وکړي چي په افغانستان کي اوس د ناټو ځواکونو قومانداني جنرال ډيويډ پيترايس په غاړه اخلي.

په افغانستان کي به د امریکایانو نوې ستراتيژي داوي چي، دطالبانو تر نفوذ لاندي سیموپه گډون کلېدي ښارونه او سیمي وساتي او په عیني وخت کي د افغانستان د امنيتي او پوځي ځواکونو روزنه په چټکۍ سره پر مخ ولاړه سي.

داچي جنرال ډويډ پیترايس به هغه بریاوي چي نوموړي د عراق د جګړې په بهیر کي ترلاسه کړي دي، وسي کړای په افغانستان کي هم ترلاسه کړي، امریکایان ډاډه ندي، ځکه د افغانستان په حکومت او اداري نظام کي ډیري نیمګړتیاوي سته.

په افغانستان کي د ناټو تر قوماندې لاندي نړیوال سوله ساتی ځواک چي شمېر به يي په نژدي راتلونکي کي 150000 ته رسیږي، دداسي یو دښمن سره مخا مخ دی چي پیژندل او محاصره کول يې ګران کار دی.

امريکايان اوس په افغانستان کي په دې هم قانع دي چي که په هغه هيواد کي د القاعدې او د هغوئ د ملگرو د راتلو مخنيوی وکړي دا به هم ددې مانا ولري چي خپل هدف ته رسېدلي دي. په داسي حال کي چي هغوئ يې د نابودۍ خبره کوله.

د امریکا دمتحده ایالاتو ددفاع وزير رابرت گېټس اوس په دې نظر دی چي،« طالبان د افغانستان دسياسي فابریکې یوه برخه ده.»

د هغه په خبره اوس داسي یوه سیاسي هوکړه لیک ته اړتيا ده چي د مخه يې په افغانستان کي رواني لانجې ته دپای ټکی کښېښودل سي.

AG/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل