1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايان په خوست کي د افغان عسکرو وژنه مني خو دا يوه تيروتنه بولي

۱۳۸۷ آبان ۱, چهارشنبه

دافغانستان دملي دفاع وزارت چارواکو پرافغان عسکرو باندي د امريکايي پوځ لخوا ترسره سوي بمبار په کلکه غندلی دی

https://p.dw.com/p/FevP
د خوست ولايت پر غرونو باندي امريکايي څرخکي
د خوست ولايت پر غرونو باندي امريکايي څرخکيانځور: AP

دملي دفاع وزارت لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي دچهارشنبې په شپه دخوست ولايت د دوه مانده په سيمه کي د امريکايي پوځيانو چورلکو د افغان پوځ پرهغو سرتيرو باندي بمونه وغورځول چي هغوی په سيمه کي پخپلو دندو بوخت وه، په خبرپاڼه کي ويل سوی چي د بمبار له کبله نهه تنه افغان عسکر وژل سوی او درې نور ټپيان سوی چي له هغې جملې څخه هم دیوه تن روغتيايي حلت د انديښنې وړ دی.

په خبرپاڼه کي زياته سوې چي دغسي کړني د افغان امنيتي ځواک دپرمختګ مخه ډب کوي او دهغوی مورال کمزوری کوی.د افغانستان د ملي دفاع وزارت ددې پيښي سخته غندنه کړې ده او ويلي يې دي چي دپيښي د څيړني په موخه يې يوه پلاوي ته دنده ورکړې ده او دوی به هرو مرو دپيښي عاملين د قانون سره سم مجازات کړي.

له بلي خوا ایتلافي ځواکونو هم په دې اړه يوه خبرپاڼه خپره کړې، هغوی د پيښي پړه پرغاړه اخستې ده خو ويلي يې دي چي دا کار په تيروتنه کي سوی دی او زياته کړې يې ده چي ایتلافي ځواکونه به له افغان دولت سره یوځای دپيښي څېړنه وکړي.

ایتلافي ځواکونو ويلي د دوی عسکرو هغه وخت د دوه مانده پر ولسوالۍ باندي بمونه وغورځول کله چي دوی له عملياتو څخه وروسته دخپلو مرکزونو پرلور روان وه او له وسلوال بريد سره مخامخ سول.

ديادونی وړ ده چي دافغانستان په مختلفو سيمو کي څو ځله مخکي هم دې ته ورته پيښي رامنځ ته سوي چي د بهرنيو ځواکونو په هوايي او مځکنيو بريدونو کي افغان عسکرو ته د سرزيان رسیدلی دی خو د پيښو د عاملينو د محاکمې هيڅ غبرګون نه دی ښودل سوی.