1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايان په ليبيا کي د ښکېلتيا څخه خوښ ندي

۱۳۹۰ فروردین ۱۵, دوشنبه

ډيری امريکايان تر اوسه د امريکا لخوا په ليبيا کي د مداخلې او د اهدافو څخه ندي راضي. د اوباما تر وينا وروسته تر سره سوي احصائيې ښيي چي د ليبيا پر موضوع امريکايان ويشلي دي.

https://p.dw.com/p/RFDT
پر ليبيا باندي د امريکا ځواکونو د کروز توغنديو لومړی بمبار
پر ليبيا باندي د امريکا ځواکونو د کروز توغنديو لومړی بمبارانځور: picture-alliance/dpa/US Navy

د روان مېلادي کال د مارچ پر درېمه نېټه اوباما په يوه وينا کي وويل چي معرالقذافي بايد نور خپله چوکۍ خوشي کړي. خو دا چي د امريکا متحده ايالات د ليبيا په هکله کومه تگلاره لري او د دغي تگلاري هدفونه څه دي د يو شمېر امريکايانو په آند اوباما ورباندي ولس په بشپړه توگه آگاه نه کړی.

کله چي د مارچ پر 17مه نېټه د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د ليبيا پر هوايي قلم رو د پروازونو د بنديز په هکله پرېکړه وکړه نو هغه وخت لا هم اوباما امريکايان پوره نه وه پوه کړي. د مارچ پر 28 مه نېټه اوباما د ليبيا د ماموريت د دلايلو په هکله و امريکایانو ته يوه وينا واوروله.

خو ډيری امريکايان تر اوسه د امريکا لخوا په ليبيا کي د مداخلې او د دغې مداخلې د اهدافو څخه ندي راضي. د اوباما تر وينا وروسته تر سره سوي احصاييې ښيي چي د ليبيا پر موضوع امريکايان ويشلي دي.

پدغو احصاييو کي د کويني پېک پوهنتون لخوا تر سره سوې نظرپوښتنه هم راځي. د دغې نظر پوښتنې پايلي ښيي چي که له يوې خوا زيات شمېر امريکايان د دې په حق کي دي چي د ليبيا د ولسي خلکو د ساتنې لپاره بايد امريکا د توغنديو څخه کار واخلي. خو له بلې خوا بيا گڼ شمېر امريکايان د دې پر ضد دي چي قذافي په زوره د واکه ليري کړل سي.

No Flash Libyen Rebellen 26.03.2011
انځور: dapd

يو شمېر کارپوهان د دغو احصاييو څخه دا تعبير اخلي چي په ليبيا کي په پراخه توگه د امريکايي پوځ د ښکېلتيا لپاره اوباما د امريکايانو ملاتړ نه لري. د ورجينيا ايالت د جارج مېسن پوهنتون د سياسي علومو استاد جېرمي ماير وايي چي اوباما داسي فکر کړی ؤ چي قذافي به هم د تيونس او د مصر د واکمنانو په څېر ډېر ژر د واک خوشي کولو ته مجبوره سي.

د ماير په وينا د اوباما دغه اټکل سم نه ؤ او دا چي د ليبيا په ماموريت کي د امريکايانو زيات ملاتړ ندی ورسره مل وجه يې دا ده چي اوباما پر وخت هغوی ته اړين معلومات ورنه کړل.

خو کله چي څرگنده سوه چي قذافي په آسانه د واک څخه ليري کېدونکی نه دی نو اوباما مجبوره سو چي په بن غازي کي د روانډا غوندي د حالاتو د مخنيوي هڅه وکړي. هغه پداسي حال کي چي قذافي ويلي چي د پاڅون کوونکو په وړاندي به د هيڅ ډول رحم څخه کار وا نه خلي.

No Flash Kanada schickt CF-18-Kampflugzeuge wegen Libyen nach Europa
انځور: Picture-Alliance/dpa

د پوهنتون استاد ماير زياتوي چي، که څه هم امريکا د ليبيا په هکله تصميم نيوونکی هيواد نه ؤ، بلکي يوازي يې د فرانسې او بريتانيا تاييد وکړی خو بيا هم امريکا د 90 څخه تر 95 فيصدو پوري د پوځي ماموريت د مصارفو برخه په غاړه لري. ماير وايي چي که امريکا د ليبيا د ماموريت څخه ځان گوښه هم کړي نو بيا به هم د ماموريت اصلي اوږه همدغه امريکاوي.

د امريکايي ولس تر څنگ د امريکا په پارلمانونو کي هم د ليبيا د ماموريت په هکله زیات شکونه سته. يو شمېر ولسي استازي دا وېره لري چي امريکا په يوه بله پردۍ کورنۍ جگړه کي ښکېله نسي.

خو کارپوهان وايي چي د دې امکانات هم ډېر لږ دي چي د امريکا کانگرېس به په سمدلاسه توگه د ليبيا د ماموريت د درولو لپاره اقدام وکړي. وجه يې دا ښودل کيږي چي ولسي استازي نه غواړي چي امريکا په ناټو کي لومړی هيواد سي چي د دغه ماموريت په لاره کي خنډ سي.

کنيگه ميشايل / احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل