1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي جنرال: په افغانستان کي و ملکي او پوځي کارپوهانو ته اړتيا ده

۱۳۸۸ تیر ۱۸, پنجشنبه

د امریکا د سمندري پولي ځواکونو د قوماندان بريد جنرالLarry Nicholsonپه عقيده د سولي اوثبات د تامین او د طالبانو سره د مبارزې له پاره ددغه هیواد په سويلي سیمو کي افغان امنیتي ځواکونو او ملکي کار پوهانو ته اړتيا سته...

https://p.dw.com/p/IkPb
په هلمند کي د امريکايي ځواکونو پوځی هډه Leagherneck چي ځانګړي سمندري ځواکونه پکښي مېشت دي
په هلمند کي د امريکايي ځواکونو پوځی هډه Leagherneck چي ځانګړي سمندري ځواکونه پکښي مېشت ديانځور: AP

نوموړی جنرال وايي« زه نه غواړم په خوږوخبرو سره هرڅه سم او په زړه پوري وښه یم، دا يوه واقعي خبره ده چي موږ په کافي اندازه افغان ځواکونه نلرو او زه وايم چي موږ زښته زيات افغانانو ته هم په امنيتي برخه کي او هم د ملکي چارو په برخه کي اړ یو.»

جنرال نيکل سون دغه خبره پرون په یوه تلفوني مطبوعاتي کنفرانس کي د هلمند د پوځي کمپ څخه خبریالانوته کړې ده.

ديوې اونۍ راهيسي امریکايي ځواکونوچي شمېر يې4000 ته رسیږي دافغان ځواکونو سره په ګډه چي شمېريي 650 کسه بلل شوی د هلمند په ولایت کي دخنجر تر کود نامه لاندي د تند لارو طالبانو پر ضد په تعرضي عملیاتو لاس پوري کړی. امريکايي جنرال نيکولسن ددغه عملیاتو په اړه وايي« زه په ډیر احتياطه سره دغه عملیاتو ته خوشبین یم » او ددغه عملیاتو په هکله وايم، چي د 2001 ميلادي کال دپای راهيسي، چي په افغانستان کي طالبان د ځواک له مسنده څخه شړل شوي، تر اوسه په داسي پراخو عملیاتو موږ لاس نه وپوري کړی.خو زه دلته داخبره دیادونی وړ بولم چي په دغه عملیاتو کي د امریکايانو ونډه 4000 عسکر او دافغان عسکرو ونده 650 دي.

تاسي ددې تصور وکړی، چي که موږ د4000 امریکايي عسکرو تر څنګ 4000 افغان عسکر درلودلای، نو زموږ دعملیاتو د بريالتوب تناسب به ډیر لوړ وای. او ه ورځي کیږي چي موږ دغه عملیات پر مخ بيايو. دغه خبري امریکايي جنرال په هلمندکي دLeatherneck له کمپه څخه چي په دغه ولایت کي د امریکایانو پوځي هډه ده ،خبریالانو ته کړي دي.

نوموړی جنرال وايي،چي په افغانستان کي د امریکا دمتحدايالاتونو پوځیان د افغانستان له حکومت سره په ګډه په دې هڅه کي دي چي په عمومي ډول سره او په تيره بيا د افغانستان په سويلي سیمو کي د افغان عسکرو او امنیتي ځواکونوپه شمېرکي پوره زياتوالی راشي.

«زما اساسي او بنیادي خبره داده چي زه دلته زیاتو افغان ځواکونو ته اړ یم».

اوبيا امریکايي جنرال وايي، زه خوشاله يم چي په روان وخت کي دلته په کافي اندازه امریکايي عسکر لرم د امریکايي سمندري پولي ځواکونو شمېر په روان وخت کي دلته لسو زرو ته رسیږي. خو که چيري له دوی سره په کافي اندازه افغان امنیتي ځواکونه هم وای نو زموږ سمندري پو لي ځواکونه به نور هم په اغیزمنه توګه خپلي دندي تر سره کړي وای.

په افغانستان کي د بهرنيو اتلافي ځواکونوموخه داده چي دلته دوی د ولس اعتماد او پلوي تر لاسه کړي.دا چي ولي دغي موخي ته د رسيدو له پاره زیاتو افغان امنیتي ځواکونو ته اړه شته په دې هکله جنرال نيکلسن وايي« هغه څه چي افغانان ویني او پري پوهیدلای شي موږ هيڅکله هغه نشو ليدلای ». افغانان پخپله ښه پوهیږي چي خبره څه ده، دوی دسیمي دسیاسي، ټولنيزاو کلتوري حالاتو سره ښه آشنادي خو زموږ ځواکونه نشي کولای چي په ټولو دغه مسايلو باندي هسي ځان پوه کړي چي اړه ورته لیدل کیږي.

جنرال، ددې مسالې په اړوندچي بايد د افغانستان په سویلي سیمو کي دي د امریکايي ملکي کارپوهانو په شمېر کي هم زیاتوالی راشي تر څو چي په دغه سیمه کی دبيرته رغوني چاري او اقتصادي پرمختيايي پروژې پرمخ ولاړي شي، وايي چي بیاهم زه خپله پخوانۍخبره تکراروم او وايم، چي په دې برخه کي هم زه زيات افغان کار پوهان غواړم. په روان وخت کي د امریکا د متحد ایالاتو د حکومت پنځه تنه ملکي کارپوهان د افغانستان په سويل کي خدمت کوي او پنځه کسه نور به هم دسپټمبر تر مياشتي پوري دغه سیمي ته راشي.

دغه خبره په هلمند کي د امریکي د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت استازي Kael ,Weston کړې. دی وايي، چي د افغانستان په جنوب کي امریکايي ملکي کارپوهان په دغه سیمه کي د بيا رغاوني يا PRT د هغه ټيم سره ګډ کار کوي چي د برطانویانو له خوا اداره کیږي. په دغه ټیم کي سل کسه په کار بوخت دي.

په هلمند کي د امریکايي سمندري پولي ځواکونو قوماندان نيکلسن د خپلو پوځي عملیاتو د نتایجو په اړه همدومره وايي، چي موږ د هلمند په ولایت کي د طالبانو څخه زیات ځایونه نیولي دي .موږ د هلمند د سيند څخه اوښتي يو. د ناوې او ګرمسير ولسوالۍ د طالبانو څخه نیول شوي او امریکايي عسکر د خان نشین تر سيمي پوري رسیدلي دي . خو موږ له دې سره هم شمېرو، چي ښايي طالبان په نژدې راتلونکي کي په متقابلو عملیاتو لاس پوري کړي. ځکه د هلمند ولایت د طالبانو له پاره دکوکنارو د کښت او سودا ګرۍ له امله چي ددوی د عملیاتو د تمویلولو ستره منبع بلل کیږي ،زیات اهمیت لري.

AFPE/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل