1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي سياستوال د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښمن دي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ خرداد ۲۹, پنجشنبه

په عراق کې د داعش په نوم ترهگري ډلې پرمختگ، د امریکا متحده ایالاتو په سنا کې د اوباما د هغي پریکړي په اړه یو څه شکونه پیدا کړي دي چې غواړي د ۲۰۱۶ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه ټول ځواکونه راوباسي.

https://p.dw.com/p/1CLog
انځور: Reuters

له دې سره داسي اندیښنې ډیري شوي دي چې داسي نه چي په افغانستان کې د وروستیو دولسو کلونو لاس ته راوړني له گواښ سره مخامخ شي.

د اوباما د ادارې یو شمیر لوړپوړي چارواکي وایي چې افغانستان عراق نه دی. دغه کسان وايي چې افغانان د عراقیانو په پرتله په خپل هیواد کې د امریکایي ځواکونو د پاتېدو په هلکه خوشبینه دي او د یوه نوي حکومت د جوړیدو په درشل کې دي. خو دغه چارواکي هم په بشپړه توگه ډاډمن نه دي چې افغانستان به د عراق له برخلیک سره مخامخ نه شي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیگل، د چهارشبني په ورځ د امریکا د سنا یوې ډلي ته په خبرو کې وویل: «په دې اړه کوم تضمین وجود نه لري. د افغانستان خلک باید دغه پریکړه وکړي. د هغوی پوځ او د هغوی نوې رهبري چې د نوي حکومت په چوکاټ کې رامنځ ته کیږي باید په دې اړه پریکړه وکړي.»

امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۱ کال په دسمبر میاشت کې له عراق څخه خپل پوځیان وایستل. دې هیواد په عراق کې د خپل اته کلن حضور پر مهال په سوونو میلیارده ډالر مصرف کړل او خپل ۴۴۰۰ سرتیري یې له لاسه ورکړل. که څه هم په دې کال کې امریکا متحده ایالاتو په عراق کې د خپلو یو شمیر سرتیرو د پرېښوولو وړاندیز کړی وو.

خو عراقیانو دغه وړاندیز ونه مانه او له واشگټن سره یې هغه تړون لاسلیک نه کړ چې له مخې یې امریکایي ځواکونو په عراق کې قضایي مصونیت ترلاسه کاوه.

له عراق څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره په عراق کې مذهبي جگړې پیل شوې. په وروستیو وختونو کې په دې هیواد کې داعش یا د «عراق او شام اسلامي حکومت» په نوم ډله رامنځ ته شوې ده چې اوس یې یو شمیر ښارونه تر خپل کنترول لاندي راوستي دي چې اوس د پلازمېني بغداد پر لور خپل حرکت ته دوام ورکوي. دغه ډله په هغو ښارونو کې چې تر کنترول يې لاندې دي، سخت شرعي قوانین نافذوي.

په عراق کې یو شمیر دولتي ځواکونه د داعش پر ضد جگړه پریښې ده او یا هم دغي ډلې ته تسلیم شوې دي. امریکایي قانون جوړونکي ویره لري چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته کیدای شي افغانستان هم دعراق په برخلیک اخته نه شي.

په سپنیه ماڼۍ کې د یوه خصوصې غونډي پر مهال د امریکا په سنا کې د عقلیت مشر مچ مک کونیل، پر اوباما باندي د هغه د افغانستان د پریکړي په اړه فشار راوړی دی خو اوباما له خپلي دغې پریکړه ملاتړ کړی دی او هغه یې سم اقدام بللی دی.

په عین حال کې د سنا یو شمیر نورو غړو هم ویلي دي چې د اوباما پریکړه کیدای شي په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسیدو گواښ رامنځ ته کړي. جمهوري غوښتونکي سناتو جان مکین، ویلي دي چې په افغانستان کېدای شي طالبان هغه شان گواښ رامنځ ته کړي لکه داعش چې په عراق کې رامنځ ته کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانگړي استازي جان دوبینز، ویلي دي چې په افغانستان کې افغانان د امریکایي ځواکونو له شتون سره لیوالتیا لري: «په عراق کې موږ عراقيانو نه غوښتلو، او داسې یو سیاستوال هم نه وو چې زموږ د پاتېدو له پاره یې تبلیغ کړی وای. خو په افغانستان کې وضعیت بل ډول دی. خلک غواړي چې موږ پاته شو او پر دې سربیره ولسمشرۍ ته ټولو نوماندانو ویلي دي چې له امریکا متحده ایالاتو سره به دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.»