1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي پوځ: د کندز پر روغتون بريد جنګي جنايت نه دی

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۱, شنبه

د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون باندې د بمبارۍ په پايله کې د اکتوبر مياشتې په پيل کې د ياد مرستندوی سازمان په خبره ۲۴ ناروغان، د بې سرحده ډاکترانو د سازمان ۱۴ کارکوونکي او څلور روغتياپالان وژل شوي ول.

https://p.dw.com/p/1Ifef
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Rahim

جنګي جنايت نه، بلکې د تېروتنو د يوې پر له پسې لړۍ ناوړه پايله: په دې ډول د متحدو آيالاتو پوځ د اوږدې څېړنې وروسته په کندز کې پر روغتون باندې شوې بمباري ارزولې ده.

امريکايي جنرال، جوزف وټل، د جمعې په ورځ په واشنګټن کې وويل چې يو شمېر پوځيانو په اکتوبر کې د تر سره شوي بريد په ترڅ کې د ماموريت له مقرراتو څخه سرغړونه کړې وه.

د امريکايي جنرال، جوزف وټل، په قول دغه د پر له پسې تېروتنو لړۍ د يوه «جنګي جنايت» بڼه نه لري. د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون باندې د بمبارۍ په پايله کې د اکتوبر مياشتې په پيل کې د ياد مرستندوی سازمان په خبره ۲۴ ناروغان، د بې سرحده ډاکترانو د سازمان ۱۴ کارکوونکي او څلور روغتياپالان وژل شوي ول.

د متحدو آيالاتو د دفاع وزارت د نومبر مياشتې په پای کې د بريد لامل «انساني تېروتنه» بللې وه. په بريد کې ښکېل عسکر د دغو څرګندونو له مخې نه پوهېدل چې د هغوی د بريد هدف يو روغتون دی. دغه خبره وټل وکړه، چې دا کار د ده په وينا «جنګي جنايت» نه دی، ځکه چې ملکي کسان په قصدي ډول نه ول په نخښه شوي. پلټنو اوس موندلي دي چې د «انساني تېروتنو يوه مجموعه» د تخنيکي ستونزو په ګډون د دغه خطايي بريد اصلي علت وو.

د جنرال د څرګندونو له مخې امريکايي ځانګړو ځواکونو د وسلوالو طالبانو په وړاندې په کندز کې له څلور ورځنيو سختو جنګونو وروسته هوايي ملاتړ غوښتی وو. داسې ويل کيږي چې د «آي سي ۱۳۰» ډوله جنګي چورلکې عملې چې په بيړه ورغلې وه، داسې ليست له ځانه سره نه درلود چې د بريد څخه مستثنا ځايونه دې پکې درج شوي وي.

فوتل اضافه کړه چې د جنګي چورلکې عملې د بې سرحده ډاکترانو روغتون بيا د طالبانو له خوا د داسې يوې اشغالې شوې ودانۍ سره مغالطه کړه چې يو څو سوه متره ورڅخه لېرې پرته وه، نوموړي وويل: «زموږ پر ځواکونو باندې د دغې بېښې پر مهال له روغتون څخه ډزې نه کېدلې. پلټنو دا هم نه دي موندلي چې ګويا ياغيان دې ورڅخه د عملياتي سنګر په توګه ګټه اخيستې وي.» د وټل د څرګندونو له مخې به د ۱۶ ښکېلو امريکايي پوځيانو په وړاندې انضباطي سزاوې پلې شي.

بې سرحده ډاکتران يوه بله ناپېيلې څېړنه غواړي

بې سرحده ډاکترانو ويلي دي چې د دغو څرګندونو له مخې «د تصوره لېرې ده چې ولې بريد درول شوی نه وو.» د دغه خيريه سازمان په يوه بيانيه کې راغلي دي چې دا داسې يو پوځي ماموريت وو چې «د جګړې تر ټولو اساسي مقررات» پکې تر پښو لاندې شوي ول.

ياد سازمان زياتوي چې د مسوولو کسانو په وړاندې د انضباطي سزاوو پلي کېدل په کندز کې د اوښتو زيانونو سره هيڅ تناسب نه لري. بې سرحده ډاکترانو همداراز د پوځ څخه جلا د يوې بلې ناپېيلې پلټنې غوښتنه کړې ده. د امريکا د متحدو آيالاتو ولسمشر، بارک اوباما، پروسږ کال د بې سرحده ډاکترانو ټولنې سره تماس نيولی او بخښنه يې ورڅخه غوښتې وه. د هغه وياند، جوش آېرنست، اوس وويل چې ولسمشر د پېنتاګون د څېړنې څخه پلويتوب کوي، چې دا د ده په خبره هغه «شفاف، دقيق او عيني او ذهني» رپوټ دی چې ولسمشر له بريد وروسته غوښتی وو.