1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
انځورونه
۱۳۹۵ دی ۲۵, شنبه
https://p.dw.com/p/2Vnpu

په پولنډ کې د اوونۍ په پای کې د رخصتۍ او مېلې يوه استثنايي ورځ لمانځل کيږي. د وارسا په پيلسودسکي ميدان کې او د دغه هېواد په نورو ښارونو کې د امريکايي ځواکونو راتګ ته هر کلی ويل کيږي. پوځي ارکستر يعنې د موسيقۍ يوه ډله موزيک غږوي، ټانکونه او نور وسايط نندارې ته ولاړ دي او د خوراک په صفت د غوښو شوروا پخيږي. دا يوه تاريخي ورځ ده: دا چې د پولنډ ولس دې په لوی اکثريت سره بهرنيو ځواکونو ته هر کلی ويلي وي، له دې مخکې ۲۰۰ کاله پخوا ليدل شوي ول: دا هغه وخت وو چې د ناپولېون عسکر پولنډ ته ورغلل.

دا ځل اوس امريکايان پولنډ ته مخه کوي. پر دغې مفکورې باندې چې د آلمان پر ځای دې د متحده آيالاتو اډې د اروپا په ختيځ کې جوړې شې، د ډېرې مودې راهيسې ورباندې بحث شوی وو، دا پلان تر تر هغه وخته پورې عملي شوی نه وو کله چې د ۲۰۱۴ کال په پسرلي کې روسيې د کريميا سيمه اشغال کړه. هغه مهال د پولنډ د بهرنيو چارو وزير، رادوسلاف سيکورسکي، سمدلاسه د پولنډ د ساتنې له پاره د دوو پوځي لېواګانو غوښتنه وکړه.

له مسکو څخه سختې نيوکې

اوسمهال يوه لوا په پولنډ کې ځای پر ځای کيږي. هغه تقربا ۳۵۰۰ عسکر له کولورداو څخه رانغاړي، ورسره ۸۷ ټانکونه او ۴۰۰ هَموې جيپونه هم راځي. پر دغو عملياتو باندې د «اتلانتيک قاطعيت» نوم ايښودل شوی دی. عسکرو ته د اوونۍ په پای کې د آلمان له سرحد څخه تقريبا سل کيلومتره لېرې، په زاګان نومي ښار کې هم تود هر کلی ويل کيږي. په دغه ځای کې د ځواکونه يوه لويه برخه ځای پر ځای کيږي، چې نهه مياشتې وروسته به بيا تازه دمي عسکر د هغوی ځای نيسي. د عسکرو هره ډله به په نوبت سره عين تر رومانيا پورې د سيمې په نورو هېوادونو کې هم خپل تمرينات کوي.

په پولنډ کې امريکايي ټانکونه

د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته ناټو له مسکو سره ژمنه کړې وه چې ډېر شمېر جنګي واحدونه به په دايمه توګه له آلمان څخه لا ختيځې خوا ته په شرقي اروپا کې ځای پر ځای نه شي که امنيتي وضعيت هم بدلون ونه مومي او همغسې پاته شي. د پر له پسې تمريناتو او د عسکرو د نوبتي حضور په واسطه اوس دغه ژمنه نه ماتيږي. عسکر او تجهيزات ځای پر ځای کيږي، خو نه په «دايمي» توګه. سره له دې هم مسکو د دغو تمريناتو پر ضد احتجاج وکړ. دا په داسې حال کې ده چې روسيې هم د ۲۰۰۷ کال راپه دې خوا د زرګونو عسکرو په حضور سره په خپله لويديځه پوله او يا په ګاونډي هېواد سپينه روسيه کې پوځي تمرينات کړي دي. په دغو تمريناتو کې پر پولنډ او په استونيا باندې د بريونو پېښې شوې دي.

د بالتيک هېوادونو ته ګواښ

د متحده آيالاتو د دغو اوسنيو پوځي واحدونو ځای پر ځای کېدل د امريکايانو له خوا د خپلو متحدينو له پاره يوه ځانګړې مرسته ده. خو له دې وروسته به د ناټو يو ګډ ماموريت هم پيل شي چې «اينهانسْد فوروارد پرېزنس» يا د «ډېر وړاندې حضور» نوم ورکړل شوی دی. په دغه چوکاټ کې به په پولنډ، ليتوانيا، لاتويا او استونيا کې يو څو مليتي کنډک ځای پر ځای شي. د جنورۍ په ۱۹مه به هغه ۵۰۰ آلماني عسکر چې ليتوانيا ته تلونکي دي، د بايرن په اوبرفيشتاخ کې په شاندارو مراسمو سره خپل ماموريت ته ودانګي.