1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي ځواکونه بیرته د پيچ درې ته ستنيږي

۱۳۹۰ مرداد ۲۷, پنجشنبه

د افغانستان په ختيځ کي د امريکايي ځواکونو قوماندان، جنرال دانیل ایلن پرون وویل، په پيچ دره کي د سرتیرو بیا ځای پرځای کیدل په دې مقصد دي، ترڅو له پاکستان څخه د افغانستان ختیځو ولایاتو ته د ترهګرو د تيریدو مخه ونيوله سي.

https://p.dw.com/p/12Idm
په کنړ کی امریکایی سرتیری د جګړی په حال کی ليدل کیږی
په کنړ کی امریکایی سرتیری د جګړی په حال کی ليدل کیږیانځور: AP

د کنړ د پیچ دره چی په غرونو او شنو تتو ځنګلونو کی پوښل سوي امریکایی ځواکونو یی د افغانستان په ختیځ کی تر ټولو خطرناکه سیمه بلل کیږي. دا چی دغه سیمه امریکایی ځواکونو ته د طالبانو تر وتلو وروسته ډیره مرګوني وه نو ځکه امریکایی ځواکونو ورته د «مرګ د دری نوم ورکړی دی .»

د پیچ له دری څخه امریکایی ځواکونه د حمل په میاشت کی وتلی وو او دايی له افغانستان څخه د خپلو وتلو د ستراتیژی یوه برخه بللی وه. کله چی امریکايی ځواکونه له دغی سیمی ووتل نو ویل کیږی چی د پاکستان له قبایلی سیمو څخه د پیچ دری ته ډلي ډلي کورنی او بهرني طالبانو را واوښتل او پکی ځای پر ځای سول.

د افغانستان په ختیځ کی د امریکایی ځواکونو قوماندان دانیل ایلن پرون په کابل کی د خپلو سرتیرو په یوی غوڼدی کی چی خبریالان یی هم بللی ؤ وویل چی چی په پيچ دره کی د سرتیرو بیا ځای پر ځای کیدل د دی لپاره دی چی د پاکستان او افغانستان له پولو د ملک ختیځو ولایتونو لکه کنړ، ننګرهار او نورستان ته د اورپکو د اوښتو مخ نیوی وکړي.

جنرال ایلین وویل:« مونږ د پیچ له دری څخه د تل لپاره نه وو وتلی بلکی سرتیری له دغی سیمی څخه د هغو سیمو په لور خوځیدلی ؤ په کومو کی چی د ترهګرو فعالیتونه ډیر او خوځښونه یی چټک سوی وو.»

د کنړ د پیچ دره ته امریکایی ځواکونه پر داسی مهال بیرته ورتګ کوي چی د افغانستان لپاره د ناټو پخواني قوماندان جنرال دیوید پترویس ویلی وو چی دوي به د پاکستان له خاوری افغانستان ته اورپکو د مخنیوی لپاره سږ کال خپل تمرکز او عملیاتی حلقه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کی کلکه او پراخه کړي.

پترویس د افغانستان او پاکستان د پولو دواړه غاړي غرنی او په ځنګلونو پوښل سوي سیمی ډیری خطرناکی او د القاعدی او طالبانو د چریکانو د خوندي توب لپاره مناسبی سیمی بللی وي.

ویل کیږي چی د کنړ د پیچ دره کی څو ځله امریکایی ځواکونو ته د ستر درانده زیانونه اوښتي دي.
تیر کال امریکایی قوماندانانو ویلی وو چی د پیچ په دره کی د سرتیرو پاتي کیدل د دغی سیمی د ساتلو ارزښت نه لری او سرتیری به نورو خوندی او موثرو نقطو ته ولیږدول سي.

د یادولو وړ ده چی بهرني ځواکونه پر داسی مهال خپلو هډو ته بیرته ستنیږي چی د یو شمیر ولایتونو امنیتي چاری افغان ځواکونو ته د سپارل کیدو په درشل کی دی.

په دغه برخه کی لغمان ولایت په ختیځ کی د دغه مهال ویش برخه ده .
روان ۲۰۱۱ کال بهرنیو ځواکونو ته تر اوسه پوري د مرګونو کلونو په سر کی ځای لري. یوازی په تیرو دوو اونیو کی شاوخوا ۵۰ تنه ایتلافی عسکر په دغه ملک کی وژل سوي او په لسګونو نور ژوبل دي.

ایتلافی لښکرو ته تر ټولو درنده مرګ ژوبله د کابل په ګاونډي ولایت میدان وردګو کی واوښته. د ایتلاف قوماندانو وړاندوینه کړي چی جګړه به په راتلونکو څو میاشتو کی نوره هم توده سي او امکان لري چی د کورنیو او بهرنیو سرتیرو د تلفاتو شمیره هم پورته سي.

کابل/ جلالزی
کتونکی: عبدالباري حکيم