1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي ځواکونو خپله توجه د افغانستان ختيځ ته متمرکزه کړې

۱۳۹۰ تیر ۱۹, یکشنبه

امريکايي ځواکونه په افغانستان کي خپله توجه پداسي حال کي د پاکستان او افغانستان پر پوله متمرکزه يي، چي تر 2014 م مېلادي کال پوري په افغانستان کي خپلې جگړې ته د پای ټکی ايښودل غواړي.

https://p.dw.com/p/11sYb
امريکايي ځواکونه اوس په څو محاذه کي جنگيږي
امريکايي ځواکونه اوس په څو محاذه کي جنگيږيانځور: AP

د ناټو پوځي قومندانان پدې باور دي، چي د پلان سره سم په درو کالو کي دا اړين دي چي د افغانستان په جنوبي ولايتونو کندهار او هلمند کي وځپل سي. د دې تر څنگ امريکا غواړي چي د پاکستان او افغانستان پر پوله پرتو سيمو کي د حقاني، القاعدې او طالبانو پر ضد مبارزه زياته کړي.

امريکايان که له يوې خوا، په يوه کال کي د افغانستان څخه د33 زره عسکر د ايستلو پلان لري، د بلي خوا يې د افغنستان په ختيځ کي خوست ته د خپلو ځواکونو د لېږدولو پروسه پېل کړې.

Afghanistan US Soldaten Flash-Galerie
انځور: AP

پدغه سيمه کي په تدريجي ډول، د امريکايي عسکرو شمېر مخ پر ډيريدو دی. امريکايي قومندانان وايي، چي دوی جگړه د دښمن و پټنځايونو ته ور انتقالوي.

د خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کي اته ويشت کلن امريکايي جگتورن آرون تاپالمان چي د عملياتو مشري ور په غاړه ده وايي، چي دغه سيمه تر ديره وخته د وسله والو له پاره يو خوندي ځای ؤ. خو اوس دغه حقيقت تغير خوړلی دی.

Afghanistan USA Armee Symbolbild Militär Flash-Galerie
انځور: AP

تاپالمان زياتوي چي د صبريو ولسوالي به د هغو ولسواليو څخه نه وي چي چاري به يې افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل کيږي. ځکه د هغه په خبره ددې ولسوالۍ د 53 اداري چوکيو څخه يوازي پنځه ډکي دي او نوري ټولې خالي پاته دي.

پداسي حال کي چي طالبانو د نورستان د کامدېش او ورته سيمو څخه د امریکايانو د وتلو وروسته دغي سیمي تر خپل کنترول لاندي راوستلي، امريکايان اوس هڅه کوي چي د طالبانو دغه پرمختگونه بېرته پر شا وتمبوي.

Patrouille in Afghanistan FREIES FORMAT LANGTEXT
انځور: AP

يو شمېر امريکايي کارپوهان وايي چي د افغانستان په سويل کي د وسله والو ستونزه او د افغانستان په ختيځ کي د ترهگرۍ ستونزي سته.

کارپوه سېټ جونز وايي، چي امریکايي قومندانان اوس مجبوره دي چي پدغو دواړو برخو کي پرمختگ وکړي. ولي چي 2014م مېلادي کال په چټکۍ رانژدې کېدونکی دی.

نوموړی کارپوه زیاتوي، چي د پاکستان قبايلي سيمي هغه ځايونه دي، چي القاعده اوس هم ډير واک لري او تر کومه وخته چي دغه ستونزه نه وي حل سوې و جگړې ته به د پای ټکی ايښودل مشکل وي. ځکه نو امريکا بايد د پاکستان پر پوله لا زياته توجه وکړي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل