1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي چارواکي: پر کانگرس باندي يرغل شند سو

آژانسونه۱۳۹۳ دی ۲۵, پنجشنبه

د امريکا امنيتي چارواکو د دغه هيواد پر کانگرس باندي احتمالي يرغل کشف او شنډ کړی دئ. د دغه هیواد کورنيو استخاراتو (FBI) يو شلن کلن ځوان د يرغل په تور نيولی دئ. داسي ښکاري چي تورن کس له «اسلامي دولت» ډلي سره همدردي لرله.

https://p.dw.com/p/1EKjZ
انځور: Getty Images

د امریکا متحدو ايالاتو د عدليې وزارت ويلي دي، چي دغه شل کلن ځوان له هغه وروسته نيول سوی دئ، چي د امريکا د کورنيو استخباراتو له يوه مخبر سره ئې اړيکي نيولي وې.

ويل کيږي چي نيول سوي تورن کس اقرار کړی دئ، چي گويا غوښتل ئې لومړی کانگرس ته نژدې بمونه ښخ او وچوي، او وروسته پر استازو باندي فيرونه وکړي.

د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما، ښه وختي لا خبرداری ورکړی وو، چي په دغه هيواد کي ستر تروريستي خطر د هغو کسانو له خوا متوجه دئ، چي له القاعدې تروريستي شبکې سره اړيکي نه لري او په کور کي د بم جوړولو توان لري.

دا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي د امریکا پر کانگرس باندي به د دغه ۲۰ کلن ځوان يرغل څونده پرمختللی وای.


د امریکا د عدليې وزارت د معلوماتو له مخي دغه ځوان وختي لا وسله او مهمات رانيولي ول. کانگريس د امریکا پارلمان د دواړو مجلسونو ناستيځ دئ. دغه تورن کس د امريکا د «اوهايو» ايالت محکمې ته وړاندي کړل سوی دئ.

خو بله خوا بيا د دغه شل کلن ځوان پلار وايي چي هغه گومان نه کوي چي زوی دي ئې د داسي یوه پلان د عملي کیدو توان لاره. هغه په یو شمیر امریکايي رسینو کي د خپل زوی له بې گناهي څخه دفاع وکړ: «دا له امکان څخه کاملا لري ده چي هغه دي د یوه ترویستي پلان توان ولري، هغه حتی یو موټر هم نه لري.»

په امریکا کي د دغه تروريستي يرغل د شنډولو اعلان د دغه هيواد په رسنيو کي چندان تود کښته پورته نه سو، ځکه چي تر دې دمخه لا د امریکا امنيتي چارواکو له تورن کس سره په اړیکو نيولو سره د تروريستي بريدونو پلان شنډ کړی وو.

د امريکا د عدليې وزارت د معلوماتو له مخي د اوهایو ايالت دغه تورن کس په ټولنيزو شبکو کي فعال وو. هغه په انترنيټ کي داسي یوه ويډيو هم خپره کړې وه چي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» د ملاتړ غوښتنه پکښې کيدله.

ویل کیږي چي دغه ځوان په خپل تویتر کي د «اسلامي دولت» ډلي ملاتړ څرگند کړی او لیکلی يې دي: «زه فکر کوم چي موږ د اسلامي ډلي ته ورته خپله يوه ډله جوړه کړو او خپله حمله پلان کړو.»

د دغه هلک پلار د خپل زوی د دا ډول یادوني په هکله وویل: «هغه غوښتل چي په دې سره یوازي خپله غوسه څرگنده کړي.»

د نیویارک پخوانی ښاروال، رودولف جیولاني د دغه هلک د قصد په هکله وویل: «یو څوک چې پر کانگرس باندي د حملې په هکله خبره کویو اف بی آي باید دا موضوع جدي ونیسي.»