1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايی عسکرو د عراق څخه په وتلو شروع کړېده

۱۳۸۷ اسفند ۱۹, دوشنبه

يوازي په راتلونکو6 مياشتوکي به 12000 امريکايی او 4000 انګليسي عسکر د عراق څخه ووزي ...

https://p.dw.com/p/H8W7
بارک اوباما د انتخاتي مبارزې پر وخت ،کله چه د عراق د سیاست په باب خبری کويانځور: AP

دامريکا متحده ايالتونه له عراق څخه دخپلو پوځونو ايستل پرمخ بيايي . لکه څنګ چي دعراق دحکومت وياند علي ال دباغ اوپه عراق کي دامريکايي پوځ وياند ديويد پرکينز پرون ديکشنبې په ورځ په بغداد کښي وويل ،چي يوازي په راتلونکو 6مياشتوکي به 12000 عسکر دعراق څخه وايستل سي . ال دباغ ويلي دي چي سربيره پردي به تر جولايه پوري 4000 انګليسي عسکر هم له عراق څخه ووزي .

پرکينز زياته کړيده چي په عراق کي به امريکايي عسکر دسپتمبر ترمياشتي پوري دوې ليواوي کمي سي . دده دوينا له مخي به دهوايي او سمندري قواوو، اودلوژستيک عسکر وايستل شي .نوموړي جنرال زياته کړيده چي څنګه چي په عراق کي امنيت راغلی دی ،نو امريکايي عسکر به هلته کومه خلا پرينږدي . جنرال پر کينز څرګنده کړيده :

«مونږ داسي موقعيت ته رسيدلي يو چي د اف 16 ډوله اکتشافي الوتکو يو ټولي بيرته راوباسو. اوهمدغه ډول به تر راتلونکي سپتمبره پوري دمونږ د16 ليواوو د ډلي څخه يوازي 12 په عراق کي پاته شي.»

دامريکا دمتحده ايالتونو جمهورريس بارک اوباما دفبروري په مياشت کي ويلي وه ،چي د2010 کال داګست دمياشتي ترپايه پوري به لمړی محارب پوځ بيرته دامريکا متحده ايالتونوته ستون شي .اوديوي انتقالي دورې لپاره به د2011 کال ترپايه پوري د35000 څخه نيولي تر 50000 پوري امريکايي عسکرپه عراق کي پاته سي . فعلا 140000 امريکايي عسکر په عراق کي موجود دي . دعراق پوځي وياند ال دباغ دالجزيره له تلويزيون سره په مرکه کي څرګنده کړيده چي:

«عراقي پوځ دانتخاباتو پر وخت ،اونورو مواقعوکي ثابته کړيده چي په هيواد کي دامنيت دساتلو توان لري . خودوی دخپلي دندي دترسره کولو په خاطر نوري روزني او وسايلوته هم اړتيا لري . »