1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکاپر عراق باندي سختي نيوکي کړي

۱۳۸۶ مرداد ۳۱, چهارشنبه

د امريکې متحده ايالتونو د عراق پر لومړي وزير نوري المالکي باندې سختې نيوکې کړې

https://p.dw.com/p/DKDO
د امريکې مشر جارج بوش هم له  مالکي څخه فاصله نيولې ده
د امريکې مشر جارج بوش هم له مالکي څخه فاصله نيولې دهانځور: AP

د امريکې متحده ايالتونو د عراق پر لومړي وزير نوري المالکي باندې سختې نيوکې کړې او په عراق کې د هغه هېواد سفير ريان کروکر Ryan Crocker ويلي، چې د المالکي حکومت يو مايوس کوونکي بيلانس په لاس راکوي. هغه په دې نه دئ توانېدلی چې دښمنې ټولنيزې ډلی سره پخولا کړي.

د امريکې مشر جارج بوش هم له مالکي څخه فاصله نيولې ده. بوش په کاناډا کې د شمالي امريکې پر سرمشريزه غونډه کې د برخې اخيستنې پر موقع څرگنده کړې، چې د عراق وگړي له خپل سياسي مشرتابه څخه خوښ نه دي.

کروکر غواړي د سپتمبر په مياشت کې د عراق د چارو د پرمختگ رپوټ وړاندې کړي. نوموړی په عراق کې د امريکې د راتلونکي سياست بنسټ اېښوونکی بلل کيږي.