1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: افغانستان ته د ملت-جوړوني دپاره نه يو تللي

۱۳۸۹ دی ۲۱, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر مرستيال، جوبايدن، پرون په ناڅاپي توګه افغانستان ته ورسيدی، چي ويل سوي دي د افغان ولسمشر حامد کرزي سره د هغه يو کال په پيل کي ليدنه کتنه کوي چي امريکايي سرتيري تصميم لري په وتلو پيل وکړي.

https://p.dw.com/p/QpjA
يو افغان ماشوم د امريکايي ځواکونو څخه سخت ډاريدلی
يو افغان ماشوم د امريکايي ځواکونو څخه سخت ډاريدلیانځور: AP

د متحده ايالاتو د حکومت يو لوړپوړي چارواکي په کابل کي خبريالانو ته وويل چي دغه سفر د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ د اړيکو په يو ډير«حساس پړاو» کي صورت مومي.

هغه ويلي دغه سفر به جو بايدن ته زمينه مساعده کړي ترڅو عملاً وويني چي تر 2014 کال پوري افغان امنيتي ځواکونو ته د مسووليت سپارلو په وړاندي پرمختګ څه ډول دی.

کابل ته له رسيدو سره سم بايدن کابو دوه ساعت په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو له عمومي قوماندان، جنرال ديويد پيترويس او د متحده ايالاتو له سفير کارل آيکنبيري سره تير کړل.

د فرانس پرس د خبري آژانس د رپوټ له مخه کرزي د متحده ايالاتو د ولسمشر مرستيال د سه شنبې په ورځ غرمنۍ ته ور بللی او بيا به هغه د افغان امنيتي ځواکونو له يو تعليمي مرکز څخه ليدنه کتنه وکړي.

د متحده ايالاتو يو چارواکي چي د فرانس پرس خبري آژانس د هغه هويت بربنډ کړی نه دی، د بايدن سفر ته په اشاره سره وويل: « دغه ليدنه کتنه خورا اهميت لري. دا به ډيره ښه موقع برابره کړي چي د مسووليت د انتقال په وړاندي وضعيت له نژدي ارزيابي سي او وکتل سي چي څومره نور کارونه پاته دي.»

د جو بايدن دغه سفر وروسته له هغه کابل ته صورت مومي چي افغان ولسمشر حامد کرزي تيره اونۍ د خپل هيواد د اساسي قانون د اوومي کاليزي د لمانځني په يوه غونډه کي يو ځل بيا د خپل هيواد په کورنيو چاروکي د «بهرنيانو د لاس وهني» څخه شکايت وکړ.

کله چي له نوموړي امريکايي چارواکي څخه د کرزي د دغو شکايتونو په هکله پوښتنه وسوه ، هغه په ځواب کي وويل: « موږ دلته د دي لپاره نه يو چي پر افغانستان باندي واکمني وچلوو، دغه راز موږ دلته د ملت- جوړوني لپاره هم نه يو. دا خپله د افغانانو مسووليتونه دي.»

وروسته له هغه چي د متحده ايالاتو د ولسمشر د مرستيال په توګه جو بايدن دنده په غاړه واخيستله، دا افغانستان ته د هغه لومړی سفر دي.

د امنيتي دلايلو له امله د هغه سفر تر وروستۍ شيبې پوري پټ ساتل سوی ؤ، خو د امريکايي چارواکو د وينا له مخه کرزي ته تيره اونۍ خبر ورکړل سوی ؤ.

د لويديځ په ملاتړ د کابل د حکومت او متحده ايالاتو اړيکي تيره مياشت نوري هم هغه وخت ستونزمني سوې چي د ويکيليکس په انترنيت پاڼه کي ځيني پټ ديپلوماتي اسناد بربڼد کړل.

د دغو اسنادو په ځينو کي په کابل کي د متحده ايالاتو سفير ايکنبيري، کرزی د يو«متزلزل او ضعيف» مشر په توګه تعريف کړی دی.

دغه راز آيکنبيري د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي په اداري فساد او اختلاس کي لړلي ګڼلي دي.

کابل ته جوبايدن څلور ورځي وروسته تر هغه سفر کوي چي د هغه د دفاع وزير کندهار ته د 1400 نوو جنګي سرتيرو د استول اعلان وکړی.

په کندهار کي د څو مياشتو را په دې خوا افغان او نړيوال ځواکونه د ياغيانو پر ضد په عملياتو بوخت دي. ويل سوي دي چي دغه نوي سرتيري به د پسرلي له پيل سره کله چي د نوو جګړو انتظار کيږي، په کندهار او شا اوخوا سيمو کي د ياغيانو په تصفيه لاس پوري کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم

کتونکی: نجيب الله زيارمل