1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا افغانستان ته ۱۴۰۰ اضافي سرتيري ليږي

۱۳۸۹ دی ۱۷, جمعه

د يوې امريکايي ورځپاڼي د رپوت له مخه د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګيتس امر کړی چي افغانستان ته د طالبانو ضد جګړې لپاره 1400 نور«جنګي سرتيري» واستول سي.

https://p.dw.com/p/QoGU
ګېټس سر تيرو ته د وينا پر مهال
ګېټس سر تيرو ته د وينا پر مهالانځور: AP

والستريت ژورنال په خپل يو رپوټ کي چي د امريکايي چارواکو د ويناوو پر اساس يې خپور کړی، راغلي دي چي دغه نوي سرتيري به د جنورۍ د مياتشي په نيمايي کي افغانستان ته په رسيدو پيل وکړي او هغوی به د کندهار په شا او خوا کي ځای پر ځای سي.

په رپوټ کي راغلي دي چي امريکايي قوماندانانو ويلي هغوی هغه پيشنهادونه تر غورلاندي نيولي ترڅو پر هغه نورو «جنگي سمندري» سرتيرو سر بيره په نوموړې سيمه کي د جګړې ډګر په نورو جنګي سرتيرو سره پياوړي کړي.

هغوی ويلي که چيري دغه وړانديزونه ومنل سي د کندهار د جګړې په جبهو کي به د جنګي سرتيرو شمير 3000 ته لوړ سي.

د د دفاع وزارت د وياند جيف مورل له خولې د والستريت ژورنال په رپوت کي راغلي دي: « هدف دا دی تر څو له هغو برياليتوبونو څخه ګټه واخلو کوم چي په څو تيرو مياشتو کي مو لاس ته راوړي دي.»

امريکا په روان وخت کي په افغانستان کي شاوخوا ۹۰ زره سر تيري لري.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشرپه خپل هيواد کي د هيوادوالو تر سخت فشار لاندي دی. اوباما بايد په افغانستان کي د دوی د نظامي شتون پايلي هيواد والو ته روښانه کړي.

همدارنګه ټاکل سوې ده چي هغه د روان عيسوي کال په نيماي کي د افغانستان څخه د خپل سرتيرو په راکمولو شروع وکړي.

د بهرنيانو لخوا 2010 کال د طالبانو د ماتي او په افغانستان کي د ثبات د راوستلو لپاره حياتي کال بلل سوی ؤ. خو اوسنۍ وضعي ته په کتو سره داسي ښکاري که چيري د روان ميلادي کال په لومړيو وختو کي د افغانستان په وضعي کي ښه والي رانسي، نړيوالو ځواکونو ته به د افغانستان څخه د وتلو زمينه برابره نه سي.

د والستريت ژورنال په رپوت کي يادونه سوې چي امريکايي چارواکي وايي د نوو سمندري سرتيرو په استولو سره به د ټولو جنګي سرتيرو شمير تر هغه اندازې ډير نسي چي بارک اوباما تر دې د مخه د هغوی امر ورکړی دی.

اوباما پر خپلي جنګي سراتيژۍ باندي تر کتني وروسته، وويل چي د طالبانو په وړاندي په کافي اندازه پرمختګ سوی هغه وويل چي دغه پرمختګونه تر2014کاله پوري افغان ځواکونو ته د امنيت مسووليت د انتقال لپاره لاره هواروي.

په داسي حال کي چي د آيساف ځواکونه د طالبانو پرخلاف د يخنۍ په موسم کي هم پخپلو حملو کي د زياتوالي خبري کوي، د بې پلوټه الوتکو په واسطه د پاکستان په قبايلي سيمو کي د القاعده او طالبانو پر مرکزونو د دی په بريدونو کي زياتوالی راغلی.

که څه هم د 2008 کال په پرتله د طالبانو په وړاندي په بريدونو کي زياتوالی راغلی،او نړيوال ځواکونه وايي چي طالبان کمزوری سوي دي. خو د طالبانو فعاليتونه بيا هم زيات سوي.

په 2010کال کي د نړيوالو ځواکونو شاوخوا 700 سرتيري وژل سوي چي دا د تيرو کلونو په پرتله تر ټولو لوی رقم ښيي.

آژانسونه/ عبدلباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل