1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امريکا افغانستان ته ۳۰۰۰ اضافي عسکر لېږي

۱۳۹۶ شهریور ۲۸, سه‌شنبه

په اصل کي د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر ترمپ غوښتل له افغانستانه خپل عسکر وباسي. خو وروسته ئې خپل مسير بدل کړ. امريکا اوس غواړي افغانستان ته تر ۳۰۰۰ زيات اضافي عسکر ولېږي.

https://p.dw.com/p/2kF8p
US Soldaten in Somalia 1994
انځور: picture alliance/AP Images/ Moore

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزير جيمز متيس ويلي دي چي يو شمېر عسکر همدا اوس افغانستان ته پر لاره دي. خو هغه نه غوښتل چي د لېږونکو عسکر دقيق شمېر ياد کړي. هغه يوازي دومره وويل: «دقيق تر ۳۰۰۰ به زيات وي او دا به ښه وي چي په دې اړه نور معلومات وړاندي نه کړم، څو له دښمن سره مرسته ونه کړي».

افغانستان ته د اضافي عسکرو د لېږلو پريکړه د ترمپ د نوي ستراتيژۍ چي موخه ئې په افغانستان کي د ثبات ټينگښت دی، يوه برخه ده. په اصل کي ترمپ غوښتل چي له افغانستان څخه ټول امريکايي عسکر راوباسي، خو وروسته ئې په دې اړه خپل نظر بدل کړ.

د امريکا تر ټولو اوږد پوځي ماموريت

امريکا اوس په افغانستان کي شاوخوا ۱۱۰۰۰ عسکر لري. دغه ماموريت چي نژدې ۱۶کاله ئې کيږي د امريکا تر ټولو اوږد پوځي ماموريت دئ. په افغانستان کي د وسله والو طالبانو تر بيا پياوړتيا وروسته امنيتي وضعيت بيرته خراب سوی. د پوځيانو د معلوماتو له مخي طالبان د افغانستان پر نژدې ۱۱ سلنه خاوره حاکميت لري. د نژدې ۳۰ سلنه خاوري د نيولو پرسر جنگيږي. دغه راز په دغه هيواد کي د ترهگري ډلي داعش يوه څانگه هم فعاله ده.

د دفاعي بودجې ډېرښت

په عيني وخت کي د امريکا سنا مجلس د دغه هيواد دفاعي بودجه نوره هم لوړه او تصويب کړه. دوی حتی د ۸۹ موافقو او ۸ منفي رايو په ورکولو سره د ترمپ له خوا د وړانديز سوي بودجې (۶۶۸ ميليارده ډالره)، پنځه سلنه نوره هم لوړه کړه چي ۷۰۰ ميليارده ډالره کيږي.

په دغي نوي بودجې به په نوي مالي کال کي چي د اکتوبر مياشتي له لومړۍ نېټې څخه پيليږي، پر نورو سربيره به نوي اف۳۵ ډوله جنگي جټ الوتکي، کښتۍ او ټانکونه رانیول کيږي. د سنا مجلس د رای ورکوونکو په خبره ۸،۵ ميليارده ډالره به د توغنديو د دفاعي سيستم په برخه کي مصرف سي چي دا به تر هغو پيسو ۶۳۰ ميليونه ډالره زياتي وي چي ترمپ ئې غوښتنه کړې وه. دا پريکړه د شمالي کوريا د اټومي پروگرام د پرمختگ د فشار له درکه کيږي.

نژدې پنځه ميليارده افغانستان ته

پر دې سربيره به له دغي نوي بودجې څخه نژدې پنځه ميليارده ډالره د افغانستان د ماموريت له پاره ځانگړي سي. په مجموع کي به د بهرنيو ماموريتونو له پاره ۶۰ ميليارده ډالره ځانگړي سي. د پوځيانو معاشونه به ۲،۱ سلنه لوړ سي او ۷۰۰۰ اضافي عسکر به استخدام سي. په پوځ کي د ښځو د ادغام له پاره هم پيسي ځانگړي سوي دي.

د امريکا د استازو مجلس د ۲۰۱۸م کال د دفاعي بودجه مسوده چي پکښې ۶۹۶ميليارده ډالره وړانديز سوې وه په جولای مياشت کي لا تصويب کړې وه. اوس بايد دواړه اړخونه سره سلا سي. که د سنا مجلس پر طرح پريکړه وسي، نو د امريکا د دفاع وزارت به د ۲۰۱۶م کال د بودجې په پرتله ۱۵سلنه او ۲۰۱۷م کال په پرتله ۶ سلنه اضافي بودجه ترلاسه کړي.