1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا اوس هم په افغانستان کي د ستراتيژۍ د بدلون خبري کوي

۱۳۸۷ شهریور ۲۹, جمعه

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت، پنتاګون غواړي چي په افغانستان کي خپل د جګړې پر ستراتيژۍ باندي نوي اساسي نظر وکړي.

https://p.dw.com/p/FLMD
د امریکې متحده ايالتونو د دفاعې چارو وزارت، پنتاګون
د امریکې متحده ايالتونو د دفاعې چارو وزارت، پنتاګونانځور: dpa

دا کار له دې امله ضروري بولي چي په دغه هيواد کي زور زياتي او مقا ومتونه ورځ تر بلي ډيريږي. دغه خبره د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزير رابرت ګېټس پرون په لندن کي کړې ده.

په واشنګتن کي د امریکا يو لوړ پوړي مامور د رویتر خبري آژانس ته ويلې دې، چې د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت هم په افغانستان کې د يوې نوې ستراتيژې مساله ترڅېړنې لاندې نيولې. ځکه دې ته اړه ليدل کيږې چې د بوش اداره په دغه مسالې باند ې بايد يو نوې نظر وکړې.

خو د امریکې متحده ايالتونو د دفاعې چارو وزير روبرت ګيتس تراوسه دا خبره نده په ډاګه کړې، چې پنتاګون د افغانستان لپاره د يوې نوې تګلارې مساله څنګه څيړی. يواځې همدومره ويل شوې چې په عراق کې د دغه هيواد په يوه آزمويل شوې استراتيژې باندې فکر کیږې. په دې مانا چې امریکایان غواړې په افغانستان کې د دوې په تګلاره کې د وسله والو ځواکونو د شمير د زیاتولو په شمول نوښتونه راشې.

ګيتس وايې«موږ دغه مساله په ځېر سره څیړو، خو زه لا تر اوسه نه پوهيږم چې آيا د خپلو څيړنو او مطالعاتو په پاې کې به دې نتيجې ته ورسیږوو چې په افغانستان کې زمونږ په استراتيزې کې بدلون راشې يا ځينې تنظیمې او اصلاحې بدلونونه».روبرت ګيتس دغه خبره په لندن کې د ناتو دفاعې چارو وزيرانو د يوې غير رسمې کتنې په ترڅ کې کړي ده.

ګيتس وايې:« کله که سړې يوه عموې ټاکلې موخې ته رسيدل غواړې، نو دې ته يوه ستراتيزې په کار ده، خو دغې ستراتيژې ته د رسيدلو لپاره سړې بايد پرله پسې د شرايطو سره سم سمښتونه اوبدلونونه راولې.»

Robert Gates: مونږ يوه څيړنه د عراق په هکله کړې وه. اوس مونږ په افغانستان کې هم دغه راز يو ه څيړنه کوو.
Robert Gates: مونږ يوه څيړنه د عراق په هکله کړې وه. اوس مونږ په افغانستان کې هم دغه راز يو ه څيړنه کوو.

مونږ دغه راز يوه څيړنه د عراق په هکله کړې وه، او د دغې څيړنې په نتيجه کې په عراق کې زمونږ په ستراتيژې کې بدلون راغې. اوس مونږ په افغانستان کې هم دغه راز يو ه څيړنه کوو.

مخکې له دې چې روبرت ګيتس لندن ته راشې او د ناتو دغړيو هیوادونو دفاعې چارور د نورو وزيرانو سره وګورې، دی په همدې اونې کې افغانستان ته هم تللې و. د سویلې او منځنې آسيا د چارو لپاره د امریکې متحده ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت د دفتر له خوا د یوه ستراتيزې بدلون په اړوند د افغانستان په هکله يوه څيړنه روانه ده.

او د عراق لپاره هم دغه راز يوه څيړنه شوې وه، چې په نتيجه کې دا پريکړه وشوه چې په عراق کې دې د امریکايې ډيپلوماتانو په شمیر کې زیاتوالې راشې. او بيا په تيرکال کې په عراق کې د امریکايې وسله والو ځواکونو په شمير کې هم زياتوالې راغې.

په افغانستان کې په دوو تيرو کلنو کې زور زیاتې زيات شوې. د طا لبانو او نورو تندلارو اسلامې ډلو عملیات د ناتو ترقوماندانې لاندې د نړيوال سوله ساتونکو او افغانې ځواکونو او همداشان په ملکې اهدافو باندې ورځ په ورځ پراختيا مومې.

د امریکې متحده ايالتونو لوې درستيز مايک مولن په تيره اونې کې ويلې و، چې زه په دې ډاده نه یم چې آمریکایان به په افغانستان کې برې ترلاسه کړې. خو بيا روبرت ګيتس د دغه هيواد د لوې درستيز دغې خبرې ته يو څه نسبې بڼه ورکوې او وايې چې روان شرايط به افغانستان کې يو څه پيچلې شانته دې.

د امریکې متحده ايالتونو دفاعې چارو وزير وايې چې د افغانستان په شمال او لويډيځه خوا کې حالات په نسبې ډول سره آرامه دې خو په سويلې او ختيځو خوا کې نا آرامې ده که څه هم دلته دا خبره د يادونې وړده، چې هيڅ يوه سیمه د طالبانو یا نورو تندلارو ډلو تر کنترول لاندې نده.