1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او برتانيا د ناټو د ملګرو هيوادو څخه په افغانستان کښي د ډيري همکارۍ غوښتنه کوي

۱۳۸۶ بهمن ۲۴, چهارشنبه

د برتانيې مشهوره ديپلوماټ پيډي ايشدون Paddy Ashdown په افغانستان کښي د ناټو د ماموريت د ناکاميدو څخه...

https://p.dw.com/p/DK73
ناټو په افغانستان کښي
ناټو په افغانستان کښيانځور: picture-alliance/ dpa

اخطار ورکړی دی . ده د فينينشيل ټايمز Financial Times په اخبار کښي ليکلي دي ، چي اوه کاله کيږي په افغانستان کښي جنګونه روان دي ، يوه بين امللي ګډه ستراتيژ ي وجود نلري ، اود اتلانيک د دواړو هيوادو په عامه ذهنيتو کښي د جنګي عملياتو سره علاقه مندي کميږي . ددې خطر موجود دی ،چی هلته ناټو ناکمه سي .

ايشدون Ashdown پدې وروستيو وختو کښی د ملګرو ملتو د خاص استازي آلماني ټوم کيونيګ پر ځای تر بحث لاندي ؤ ، خو د کابل حکومت هغه رد کۍ .

د امريکا متحده ايالات او برتانيا د ناټو د ملګرو هيوادو څخه په افغانستان کښي د ډيري همکارۍ غوښتنه کوي ، او تر ټولو دمخه پر جرمني باندي انتقاد کوي چي خپل عمليات يې يوازي د افغانستان په شمال کښي محدود کړي دي .