1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امريکا او جنوبي کوريا سمندري مانورونه پيل کړل

۱۳۹۶ مهر ۲۴, دوشنبه

د شمالي کوريا د اټومي پروگرام پرسر د جنجال په درشل کي امريکا متحدو ايالاتو او جنوبي کوريا خپل څو ورځني سمندري مانورونه په کوريا نيمه ټاپو کي پيل کړي. شمالي کوريا دې ته د يرغل په سترگه گوري.

https://p.dw.com/p/2lsa6
Hongkong USS Ronald Reagan
انځور: Getty Images/AFP/A. Wallace

د جنوبي کوريا د دفاع وزارت ويلي دي چي په دې پنځه ورځني پوځي تمريناتو کي د امريکا پر «USS Ronald Reagan» او دوو نادبودونکو جنگي کښتيو سربيره ۳۷ نوري جنگي کښتۍ برخه لري.

د امريکا د جنگي کښتيو د «۷ غونډ» په وينا دغه مانورونه بايد «د ايتلاف څرگند او همږه ماموريت» وښيي. دغه مانورونه به د جاپان او ژړ سمندر په لوېديځ ساحل کي جريان ولري. دغه دواړه متحدان معمولاً په اوبو، وچه او هوا کي پوځي تمرينونه کوي.

شمالي کوريا پر امريکا متحدو ايالاتو تور لگوي چي له جنوبي کوريا سره د گډو پوځي مانورونو موخه ئې يرغل ته تياری نيول دي، خو امريکا او جنوبي کوريا دغه تورونه ردوي. په تيرو مياشتو کي په دغه سيمه کي کړکېچ څرگند زيات سوی دئ.

د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير ريک تيلرسن د يکشنبې په ورځ ټينگار وکړ چي جمهوررئيس دونالد ترمپ د شمالي کوريا د اټومي او توغندويي پروگرام په شخړه کي يو ديپلوماتيک حل غواړي.

هغه له CNN تلويزيون سره په خبرو کي وويل: «دغه ديپلوماتيک تلاښونه به تر هغه وخته پوري دوام ومومي، تر څو لومړی بم نوي استعمال سوی».

ترمپ څو واري د پيونگ يانگ کمونيستي رژيم گواښلی دی. د ملگرو ملتونو امنيت شورا د روان کال په سپتمبر مياشت کي د شمالي کوريا تر شپږمي اټومي ازمويني وروسته پر دغه هیواد بنديزونه نور هم پراخ کړل.

زموږ له ارشيف څخه: