1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او روسېې په ډيرو مسايلو کښي يووالی سره ښکاره کۍ

۱۳۸۸ مهر ۲۲, چهارشنبه

د امريکا خارجه وزيري هيلاري کلينتن دا پلا د روسيې د خارجه وزير لاوروف دپاره کم سمبوليک الترناتيف نه درلودۍ، او بايد د مسکو څخه يې د خپلي رسمي ليدني کتني پر وخت رأسأ په کار شروع کړې وای

https://p.dw.com/p/K63S
د امريکا او روسيې خارجه وزيران هيلاري کلينتن او لاوروف
د امريکا او روسيې خارجه وزيران هيلاري کلينتن او لاوروفانځور: AP

دا پر ځينو مسايلو باندي کاميابه هم سول . مثلأ د سټارت يو د عوضي قرارداد په باب چه دستراتيژيکي اټومي وسلو کمول پکښي شامل دي . اوس د هغه لمړۍ مسوده هم ترتيب سوې ده . لاوروف د هغه څخه رضاييت ښکاره کۍ ،اوويې ويل ،

«موږ اساسي پرمختګونه کړي دي . که څه هم موږ پر ځينو داسي مسايلو او خاليګاووباندي وږغيدلو ،چه بايد نور هم ورباندي کار ،او موافقه وسي . خو موږ پر دې خبري سره يو سولو چه ددغه تړون په باب کار بايد پر خپل وخت، يعني د ډسامبر تر پايه پوري پای ته ورسيږي . »

دراکټانو د ګډ دفاعي سيسټم د جوړولو په باب هم ددوی تر منځ تفاهم موجود ؤ . تر ډيره وخته پوري د روسېې لخوا په شرقي اروپا کښي ددفاعي راکټانو د سيسټم د جوړولو په باب تشويش موجود ؤ، او روسېې هغه د ځان دپاره يو خطر بلۍ .

تر هغه وروسته چه د امريکاد متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما ددغه پروګرام څخه تير سو ،نو خارجه وزيري هيلاري کلينتن همدانن په مسکو کښي ددې زيګنال ورکۍ ،چه دوی غواړي د مسکو سره هم دلته په دغه باب په ګډه سره کار وکي . هيلاري کلينتن اوس د روسېې او امريکا د روابطو د نژدې کيدو وخت بولي ،او وايي ،

« جمهوررييس بارک اوباما او زه پدې عقيده يو چه د ګډ کار پر اساس ولاړ مناسبات ،اوددواړو لخوا د مسؤليت منل ،واقعأ په 21پيړۍ کښي د امريکا دمتحده ايالاتو او روسېې د مناسباتو اساس جوړوي . »

که څه هم ددواړو خواوو تر منځ مقابل دريزونه وجود لري ، مثلأ د ګرجستان په مسأله کښي . او امريکا يووار بيا واضح کړل ،چه هغه به په آينده کښي هم د ګرجستان څخه جلاسوي سيمي افخازيا او جنوبي اوزې تستان په رسميت ونه پيژني .

خو واشنګټن پر واقع بينۍ باندي عمل کوي ، او په هره موضوع کښي چه توافق ممکن وي ، غواړي مسکو ورسره ګډ کار وکي . مثلأ د ايران او د هغه د لانجمن اټومي پروګرام په باب . د روسيې خارجه وزير لاوروف د ايران په مقابل کي د بنديزونو مخالف دی ،او هغه په اوس وخت کښي نه مني . خو امريکا هم پر هغه باندي ټينګه نده ولاړه .

لاوروف وايي ،

«موږ د ايران په باب د هيڅ شي غوښتنه ونکړل . دا به حيرانونکې وي ، خو د ايران په هکله زموږ دريزونه يو شی دي . موږ غواړو هغه سوالونه چه د ايران د اټومي پروګرام په باب موجو دي ، حل کو . ايران حق لري چه د اټومي انرژۍ څخه د سوله ايزو مقاصدو په خاطر کار واخلي ، خو په عين وخت کښي بايد ايران د اټومي وسلو پر نه جوړولو باندي ودريږي . »

Sergei Lavrov Hillary Clinton
انځور: AP

د امريکا دمتحده ايالاتو په نظر هم د ايران پر مخ دروازه نده تړل سوې .

واشنګټن د پخوا په ډول تيار دی ، چه د هغه دپاره يو ډيپلوماتيک حل پيدا سي . خو د خارجه وزيري هيلاري کلينتن څخه بيا بل ډول اوريدل کيږي، او وايي چه که څه هم د بنديزونو وخت ندی راغلي ، خو هغه رانژدې سوي دي . او دغه موضوع به بيا هغه وخت ډيره هيجاني وي ،چه واشنګټن د تهران د اټومي پروګرام په باب نور د معامله کولو امکانات ونه ويني . نو بيا به وليدل سي ، چه روسېه او امريکا څونه يو دبل سره نژدې سوي دي .

سټيفان/

کتونکی : محمد قاسم نوري