1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او سويډن هم نيمه پايلوبي ته ووتل

۱۳۹۰ تیر ۲۰, دوشنبه

د ښځينه فوټبال د نړيوالوسياليو په کوارټر فاينل کي د امريکا لوبډلي په پينالټي وهلو کي د برازيل پياوړي لوبډلي ته ماته ورکړه او نيمه پايلوبه ته يي لار پيدا کړه. دغه راز د سويډن لوبډله هم نيمه پايلوبو ته ځان ورساوه.

https://p.dw.com/p/11t0W
د امريکا د متحده ايالاتو لوبډلي د لوبي په وروستيو سانيو کي گول ولگاوه.
د امريکا د متحده ايالاتو لوبډلي د لوبي په وروستيو سانيو کي گول ولگاوه.انځور: dapd

په المان کي د ښځينه فوټبال نړيوال جام د سياليو په ترڅ کي د يکشنبې په ورځ د کوارټر فاينل وروستۍ دوې لوبي تر سره سوې. د دغي ورځ دويمه ګټونکي لوبډله د سويډن وه، چي د آستراليا لوبډلي يي د ماتي سره مخامخ کړه.

د امريکا او برازيل د لوبډلو تر منځ په تر سره سوې لوبه کي خو يو وخت داسي بريښيده چي د امريکا لوبډله به هرو مرو د ماتي سره مخامخ سي. په برلين کي د تر سره کيدونکي دغي لوبي په وروستيو شيبو کي د امريکا له خوا ابي ومبخ د ګول کولو وروسته دواړه لوبډلي سره د ۲:۲ مساوي سوي. دغه ګول د لوبي د ختميدو څو سانيي د مخه تر سره سو.

پدغه لوبه کي د امريکا لوبډلي لوبغاړي Rachel Buehler د فاول وروسته سور کارت ورکړل سوو، او د امريکا لوبډلي په ۱۰ تنو خپله لوبه پرمخ وړله. د پاينلټي د شوټونو پر وخت د برازيل له لوري د ګول د مس کولو وروسته د امريکا لوبډلي نيمه پايلوبو ته لار ومونده.

تر دي وړاندي د کوارټرفاينل په دريمه لوبه کي سويډن آستراليا له ماتي سره مخامخ کړه. د سويډن لوبډلي د لوبي په نيمايي کي د دوو ګولونو وروسته د آستراليا لوبډله له سخت فشار سره مخامخ کړه. د وقفي لږ څه تر مخه د آستراليا لوبډله د يو ګولو په ورکولو توانيدلي وه.

خو د لوبي په ۵۲ دقيقه کي د سويډن لوبډلي دريم ګول هم و واهه او په دي سره يي نيمه پايلوبو ته لار ومونده.

نو پدي ترتيب د جاپان، فرانسي، سويډن او امريکا لوبډلو نيمه پايلوبو ته لار ومونده. نيمه پايلوبي به د روان مياشتي پر ۱۳ نيټه ترسره سي. لومړۍ لوبه د د فرانسي او امريکا او دوهمه لوبه به د سويډن او جاپان لوبډلو تر منځ وي، او د ښځو د فوټبال د نړيوال جام پايلوبه به د جولای د مياشتي پر ۱۷ نيټه په فرانکفورټ کي تر سره سي.

دويچه ويله/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل