1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« امريکا او متحدينود ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې بشری حقونه تر پښو لاندې کړيدی.»

۱۳۸۸ فروردین ۲۵, سه‌شنبه

د اروپايي ټولنې شورا دری کاله مخکې ديک مارتي ته دنده وسپارله څو وڅيړی چې آيا د امريکې د استخباراتی سازمان سی آی ای په اخفا شويو الوتکوکې شکمن ترهګر د نورو تر څنګ د پولند او رومانيا پټو زندانونو ته ليږدولی دی او که نه؟

https://p.dw.com/p/HWZt
د امريکې د استخباراتی سازمان سی آی ای نښان

دلته به آلمان هم ورسره مرسته کړې وي. ديک مارتي وايي: د امريکې متحدو ايالتونو او دهغه متحدينو د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې بشری حقونه تر پښو لاندې کړيدی. د مارچ د مياشتې په شپږويښتمه نيټه يو ځل بيا خپل تورونه د لومړي ځل لپاره په برلين کې د پارلمان څيړنيز کميسيون ته وړاندې کړل. مارسل فيورستناو په دې هکله يو رپوټ برابر کړيدی چې ستاسو خوږو اوريدوږنکو پام يي اوريدوته رابولم:

د جاسوسی سازمان په څيړنيز کميسيون کې د اپوزيسيون د استازوغوښتنې د ديک مارتی له شاهدانو څخه ډيرې لوړې وې. ځکه دوی په دې يقين لری چې آلمانی مرکزونو له امريکاييانو سره مرسته کړيده څو شکمن ترهګر وليږدول شی. خو په دې هکله شواهد په کميسيون کې د شنو د ګوند استازي هانس - کريستيان شتروبيلې تر اوسه نه دی وړاندې کړي. د اروپايي ټولنې د شورا ځانګړی استوونکی ديک مارتی چې مخکې يي د څارنوال په توګه له ډيرو سازمان ورکړل شويو جنايتونو او د مخدرو توکو د قاچاق په موضوعګانو کار کړيدی، ددې ډير هيله من وو. دده په خپله وينا دﺉ د امريکې د متحدو ايالتونو د پټو سازمانونو له حلقې سره ډير ښه اړيکي لری.

مارتې له 30 خبر ورکوونکو سره خبرې کړيدی. دوی چې نه غواړی د نامه له يادولو پرته له غير قانونی چارو څخه خبرورکوی. د شاهدانو له پوښتلو مخکې، شتروبيلې ډيره هيله درلوده چې د خبر ورکوونکو په اړه نور معلومات هم تر لاسه کړی.

« او کله چې هغه موږ ته وايي، دا د آلمان د استخباراتو د سازمان او يا د سی آی اې او يا نورو ځايونو څخه دی او دوی ده ته دا مستند کړيده چې معلومات يي سم دي، نو دا به داسې يو شی وی چې موږ يي په نظر کې نيولای شو.»

د شتوبيلې هيلې په ځای نه شوې، ځکه مارتي د خپلو خبر ورکوونکو په هکله هيڅ ډول معلومات ورنه کړل. سويسی مارتی وايي په دې خاطر چې دوی په خطر کې وانه چوی.

د استخباراتی سازمان په کميسيون کې د سوسيال ديموکرات ګوند استازي ميشاييل هارتمن د ديک مارتی څيړنې ته وربلنه بې ځايه وبلله. شاهدينو د انګيرنو له مخې خبرې کولې خو په موضوع کې نه ورننوتل. هارتنم له مارتی څخه وپوښتل چې آيا دﺉ د زندانيانو په ليږدولو کې د آلمان د ونډې په اړه کوم شواهد لری؟:

« ده وويل: نه. او دا ده زموږ سړي ته لا مخکې ويلي دی. نو زه له دې نه دا پايله اخلم چې دﺉ په څه نه پوهيږی. او هيڅ کوم شواهد هم وجود نه لری چې په اضافی ډول له موږ سره مرسته وکړی، څو زموږ د څيړنو سپارښتنه پر ځای شی.»

د اروپايي ټولنې د ځانګړي سپارښتګر ديک مارتی څخه په پوښتلو سره د استخباراتی سازمان د څيړنيز کميسيون د سندونو راټولول وتړل شول. تر دوبي پورې بايد وروستی رپوټ وړاندې شی.

د شنو ګوند، منځلارې ګوند او کيڼ اړخ ګوند په دې توګه په خپلو انګيرنو کې پاتې کيږی چې، آلمان د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې بشری حقونه په نظر کې نه دی نيولی. او دوی د اروپايي ټولنې د شورا د استازي د تورونو سره جوګه دی او وايی چې ار وپايي حکومتونو ښايي په دولتی اسرارو کې، د بشری حقونو په تر پښو لاندې کولو پرده اچولې وی.

سهيلا نظمی
کتونکی: يحيی وردک