1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او کردانو اسلامي دولت ډله پر شا کړې ده

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۱۷, دوشنبه

د امريکا متحده ايالاتو هوايي ځواک اوس «اسلامي دولت» ډله د عراق په انبار ولايت کي هم تر يرغل لاندي راوستلې ده. د دغو بريدونو موخه د «حديثه» د اوبو بند ساتل ښوول سوي دي. کردانو هم د برياوو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/1D8Ym
انځور: picture-alliance/Landov


امريکايي الوتکو د عراق په لوېديځ الانبار ولايت کي پر اسلامي دولت ترهگري ډلي (IS) باندي يرغلونه کړي دي، څو په دغه سيمه کي د حديثه د اوبو بند وساتي.

د عراق حکومت پلوي ملېشې يوه قوماندان ويلي دي چي د اسلامي دولت ډلي يو شمېر جنگيالانو چي غوښتل ئې دغه د اوبو بند ونيسي، وژل سوي دي. هغه ويلي دي چي د امريکايي الوتکو يرغل «ډېر دقيق» وو.

د امريکا د دفاع وزير چاک هېگل ويلي دي، چي د سنيانو په مرکزي ولايت کي بمبار د عراق د حکومت په غوښتنه تر سره سوی دئ.

د امريکا متحدو ايالاتو د هوايي يرغل په مرسته د عراق حکومتي ځواک او ځايي سني ملېشې د اسلامي دولت ډلي پرضد پرمختگ کړی دئ. د فرانسې خبري آژانس يوه خبريال هغه حالت په خپله ليدلی دئ، چي د «الفرات» ښار څرنگه بيرته نيول سوی دئ.

په اپريل مياشت کي د اسلامي دولت ډلي په فلوجه ښار کي د اوبو يو بند نيولی وو، پر ډېرو سيمو باندي يې اوبو ورايله کړي وې او په زرونو خلک ئې تېښتي ته مجبوره کړي ول.

د حديثه بند د بغداد په لوېديځ ۲۰۰ کيلومترۍ کي پروت دئ. په دغه سيمه کي د عراق د برېښنا د توليد دويمه تر ټولو ستره فابريکه ده. دغه ډم د څښاک اوبو برابرولو په برخه کي هم تر ټولو مهم دئ.

اوباما د اسلامي دلت ډلي پرضد ستراتيژي اعلانوي

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما گواښ کړی دئ، چي سړی بايد يوازي د اسلامي دولت ډلي جنگيالان په «سيستماتيکه توگه ضعيفه» نه، بلکي د هغوی سيمي بايد محدودي او «ماته ورکړل سي».

اوباما له «ان بې سې» تلوېزيون سره په خبرو کي ويلي دي چي امريکا متحد ايالات به هيڅکله عراق ته ځواکونه ونه لېږي. د هغه د ستراتيژي جزئيات به د چهارشنبې په ورځ روښانه سي.