1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: ايران دي په سوريه کي لاسوهنه نه کوي

۱۳۹۱ مرداد ۲۵, چهارشنبه

له څو اونیو راهیسي د سوریې په شخړه کې د ایران نقش او د بشارالاسد د رژيم د ملاتړ په اړه خبري کیږي. خو اوس امریکا له ایران څخه غوښتي دي چې په سوريه کي له لاسوهني څخه لاس واخلي.

https://p.dw.com/p/15plK
انځور: Reuters

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، د سه شنبې په ورځ ایران ته ګواښ وکړ، چې دا به ښه وي چې ایران د سوریې په چارو کې لاسوهنه و نه کړي. پنیتا په واشنګټن کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «زه هیله لرم چې ایران په دې اړه خپل فکر وکړي او له ځان سره دا خبره وسنجوي چې څرنگه غواړي چي په سوريه کي خپل ځان ښکېل کړي.» پنیتا وویل، چې ایران باید ددې تلاښ و نه کړي چې د سوریې راتلونکې وټاکي.

آيا په سوريه کي ایرانۍ ملېشې شته؟

د امریکا د دفاع وزیر وویل چې داسي شواهد ئې تر لاسه کړي دي، چې ښيي، ایران په سوريه کې لاسوهنه کوي. د هغه په خبره ایران په دې تلاښ کي دئ چې په سوريه کې خپلي شیعه ملېشې جوړي کړي او هغوی د بشارالاسد د ځواکونو مرستي ته ور واستوي.

پنیتا د خپلو خبرو د ثبوتولو له پاره په سوريه کې د ایران د سپاه پاسداران د ۴۸ غړو نیولو ته اشاره وکړه او وئې ویل چې: «موږ په سوریه کې د ایران د مخ پر ډیریدونکي نفوذ شاهدان یو. دغه حالت موږ اندیښمن کړي يو.»

پنیتا دغه راز وویل، چې واشنګتن د سوریې د رژیم مخالفینو ته وسلې نه ورکوي. هغه وویل چې متحده ایالات په سوريه کې د نورو امکاناتو د کارولو له پاره چمتووالی نیسي.

د هغه په اند د سوریې په فضا کي د پرواز منع کول یوه طرح ده چې امریکا ورباندي کار کوي. د پنیتا په خبره دغه کار شونی دﺉ خو باید سیاستوال ئې تصویب کړي، ځکه چې امریکا نه غواړي یوازي په دې اړه تصمیم ونیسي.

سوریه د اسلامي همکاریو له سازمان څخه ایستل کیږي

د سه شنبې په ورځ د اسلامي همکاریو د سازمان غړي د مکې په ښار کې سره راټول شول چې له سوریې څخه د دې سازمان د غړیتوب د اخیستلو پر سر خبري اترې وکړي.

د تونس ولسمشر منصف المرزوقي، په دې ناسته کې له بشارالاسد سره د سخت چلند غوښتنه وکړه. پخپله المرزوقي د تیر کال په ډسمبر میاشت کې د خلکو د پاڅون په نتيجه کې د خپل هیواد ولسمشر شو.

د اسلامی کنفرانس د ۵۷ غړيو له ډلي څخه ډیري ئې په موقتي توگه د سوریې د ایستلو غوښتونکي دي خو ایران په شدت سره د دې خبري مخالفت کوي.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل