1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګتن له شرط پرته مذاکراتو وړانديز وکړ

۱۳۹۸ خرداد ۱۳, دوشنبه

د امريکا متحده ايالتونو او ايران ترمنځ له ډېر وخت راهيسې نيغ په نيغه اړيکي نه دي نيول شوي. خو اوس د ایران د ولسمشر او د امریکا د بهرنيو چارو د وزير په ذريعه، دواړو لورو تر منځ يو ځل بيا يو څه تحرک رامنځ ته شوی دی.

https://p.dw.com/p/3JgOK
Schweiz Bellinzona US-Außenminister Mike Pompeo
انځور: picture-alliance/KEYSTONE/Ti-Press/S. Golay

د امريکا متحده ايالاتو حکومت غواړي له يوې خوا پر ايران خپل اعظمي فشارونه په خپل حال وساتي او له بلې خوا يې ورته د مخکني شرط پرته د مذاکراتو وړانديز کړی دی. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په سويس کې وويل: «موږ تيار يو چې تاسو سره يوه میز ته کيښنو.» خو پومپيو زیاته کړې چې هیواد يې د تهران د «شرارته ډکو فعاليتونو» پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.

له کله نه چې په وروستيو کې د امريکا متحده ايالاتو او ايران په اړيکو کې خرابوالي رامنځ ته شوی، دا لومړی ځل دی چې د دونالد ترمپ د حکومت يو غړی په دا ډول وضاحت، ايران سره د مخکني شرط پرته مذاکراتو ته تياری ښکاره کوي. پومپيو چې د ايران په لانجه په سخت دريځ مشهور دی، تېر ميلادي کال یې ایران ته له واشنګتن سره د «نوو مذاکراتو» له پاره، دولس درانه شرطونه ايښي ول.

پومپيو د يکشنبې په ورځ هم خپل وړانديز محدود کړ. هغه د سويس په سويلي ښار بلينزونا کې خپل سويسي سيال سره په يوه ګډه ناسته کې وويل چې متحده ایالات په هغه صورت کې مذاکراتو ته تیار دی چې «ايرانیان ثابته کړي چې د يو عادي ملت په توګه چلند کوي.»

تهران د «درناوي» غوښتونکی دی

تهران هم سمدلاسه خپل ځواب ورکړی. د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس موسوي تر هر څه دمخه دا ډول مذاکرات ناممکن وښودل او ټينګار يې وکړ چې په لومړي ګام کې بايد د امريکا متحده ايالات د «ايران ملت پر وړاندې خپل عمومي چلند» بدل کړي.

 موسوي زياته کړه «د پومپيو له خوا پر ايران د اعظمي فشارونو پر جاري ساتلو ټينګار کول، د يو ناسم چلند ښکارندوي کوي چې بايد اصلاح شي.» هغه زیاته کړه ايران يوازې هغه وخت مذاکراتو ته تیار دی چې د امریکا متحده ايالات يې هیواد ته درناوی وکړي، د ويانا اتومي تړون ته بيرته راوګرځي او تحريمونه لغوه کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف امريکايي رسنۍ «اې. بي. سي.» ته وويل، دا چې ايران دې په نژدې راتلونکي کې له امريکا متحده ايالاتو سره پر مذاکرې توافق وکړي، «دومره احتمال يې نه شته». هغه زیاته کړه کوم فشارونه چې دونالد ترمپ وضع کوي، ښايي د املاکو په کاروبار کې ګټور واقع شي، «خو نه له ايران سره په چلند کې.» ظريف په بدل کې د «درناوي کولو» غوښتونکی شو.

د روحاني دريځ

پومپيو د ايران د ولسمشر حسن روحاني د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. روحاني د شنبې په ورځ وويل چې هيواد يې امريکا متحده ايالاتو سره خبرو اترو ته چمتو دی. د ايران ولسمشر فارس خبري آژانس ته وويل: «موږ د استدلال او مذاکرې پلوي يو، په هغه صورت کې چې مقابل لوری په بشپړ درناوي د مذاکرې ميز ته کښينې او نړيوال مقررات مراعت کړي.» روحاني وويل ايران نشي کيدای مشورې ته مجبور کړل شي.

د سويس د بهرنيو چارو وزير ایګناسو کاسيس د دواړو هیوادونو ترمنځ د منځګړيتوب وړاندیز کوي. خو کاسيس له پومپيو سره تر يوې ليدنې وروسته وويل تر هغه وخته چې «دواړو لورو ترمنځ چمتوالی» موجود نه وي، دا ډول منځګړيتوب ګټه نه کوي.

 هغه انديښنه ښکاره کړه چې د ايران ملت د امريکا له تحريمونو رنځ وړي. سويس د یو بې طرفه هيواد په توګه غواړي په ځانګړې توګه ايران ته درمل او خوراکي مواد واستوي. ايران بايد په بدل کې پيسې ورکړي. خو دغه کار په هغه وخت کې امکان لري چې بانکونه بيرته د امريکا متحده ايالتونو له خوا د پیسو د لیږد اجازه ترلاسه کړي. د بهرنيو بانکونو له لارې د پیسو د ليږد ممنوعيت، یو د هغو تحريمونو څخه دی چې د ترمپ حکومت پر ايران لګولي دي. کاسيس د ايران خلکو «ستر کړاو» ته اشاره وکړه او لامل يې د واشنګتن تحريمونه وښوول. خو پومپيو بيا د دغې موضوع په ردولو وويل چې دا تحريمونه امريکايي نه، بلکې د «۴۰ کلن اسلامي رژيم» له وجې دي چې د دغه رنځ د رامنځ ته کيدو سبب ګرځيدلی.