1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"امريکا به په افغانستان کې القاعدی ته سزا ورکوی"

۱۳۸۷ بهمن ۲۲, سه‌شنبه

د امريکې اولسمشر بارک اوباما، پرون د دوشنبې په ورځ په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې دی به القاعده دې ته پرېنږدي چې په افغانستان کې عمليات تر سره کړي بې له دې چې «سزا وويني».

https://p.dw.com/p/GqhZ
بارک اوبا خپل لومړني خبري کنفرانس ته روان دیانځور: AP

زياته يې کړه چې گډو هلو ځلو ته اړتيا ليدل کيږي تر څو د طالبانو او نورو اورپکو ډاډمن پټنځايونه په سيمه کې د منځه يوړل شي. په داسې حال کې چې واشنگټن په افغانستان کې د متحده آيالتونو پاليسۍ ته بيا کتنه کوي، اوباما په عراق کې تر لاسه شوي برياليتوب ته اشاره وکړه او ويې ويل چې افغانستان لا د دا ډول گډو هلو ځلو هڅه نه ده کړې تر څو د القاعدې او طالبانو اورپکي له سيمې څخه وباسي.

اوباما د مطبوعاتي غونډې په سر کې د امريکې اقتصاد ته هم کتنه وکړه او ويې ويل:

«ماښام مو په پخير. مخکې له دې چې ستاسې پوښتنې يادداشت کړم، غواړم چې لنډ زموږ د اقتصاد په اړه وغږېږم او دا چې زه ولې اړتيا وينم چې يوه اغېزمنه کړنلاره بايد ډېر ژر تر ژره عملي شي.«

وروسته اوباما په عراق، افغانستان او پاکستان کې د روانو لانجو په اړه هم وغږېد. لومړی يې په عراق کې د خپلې بريالۍ تگلارې په اړه داسې وويل:

«زه فکر کوم چې زموږ د پوځيانو د استثنايي کارو زيار او د ښو ديپلوماتيکو هلو ځلو له امله چې زموږ استازي راين کروکر په عراق کې پر مخ بيولي دي، موږ اوس په عراق کې د نسبتا سوله يزو انتخاباتو شاهدان وو، او داسې احساس لرو چې سياسي نظام اوس هلته په سمه توگه کار کوي.«

اوباما افغانستان د تروريزم ضد د جگړې اصلي جبهه گڼي او غواړي چې دېرش زره نور پوځيان سيمې ته واستوي
اوباما افغانستان د تروريزم ضد د جگړې اصلي جبهه گڼي او غواړي چې دېرش زره نور پوځيان سيمې ته واستويانځور: AP

اوباما دغه وضعيت له افغانستان سره پرتله کړ او زياته يې کړه:

«په افغانستان کې داسې نه ده. هلته هم انتخابات راتلونکي دي، خو په اصل کې ملي حکومت هورې په شاوخوا سيمه کې له تر سره کېدونکو مسئلو څخه فاصله نيولې ده.«

اوباما همداراز هغو اورپکو ته اشاره وکړه چې دافغانستان او پاکستان د گډې پولې په اوږدو کې عمليات تر سره کوي او ويې ويل:

«هغه څه چې نه تر سترگو کيږي، د داسې گډو هلو ځلو پورته کول دي چې د هغوی ډاډمن پټنځايونه پرې د منځه يوړل شي چې په پايله کې به زموږ ماموريت بريالی وي.»

اوباما زياته کړه چې د دغو چارو د سر ته رسولو دپاره کوم مهالوېش يا زماني چوکاټ نه دی ټاکل شوی، خو دی به په هېڅ صورت القاعدې او اسامه بن لادن ته اجازه ورنه کړي چې نقل قول « پر امريکې باندې بريدونه تر سره کړي بې له دې چې سزا وويني.« د نقل قول پای. دغې چارې ته د رسېدو په موخه بايده دي چې په عاقلانه او پر له پسې توگه کار وشي.

د اوباما ادارې په دې وروستيو کې څرگنده کړې ده چې دوی به د افغانستان ستراتيژۍ ته بيا کتنه کوي، دا په داسې حال کې ده چې طالبان د کابل حکومت د افغانستان په جنوب او ختيځ کې د پرتو سيمو د کنترول په سر ننگوي. د متحده آيالتونو د دفاعي چارو وزير رابرت گيتس او نورو چارواکو هم خپل نظر په دې ډول څرگند کړی دی چې يوه نوې ستراتيژي به ښايي د امريکا د پخواني حکومت ټاکلي اهداف تر پښو لاندې کړي چې ويل يې په دغه جگړه ځپلي او بې وزلي هېواد کې به دموکراسي ټينگوي.

ريچارد هولبروک چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکې ځانگړی استازی دی، تېره اونۍ په اسلام آباد کې د بيا کتنې د پاليسۍ په چوکاټ کې او په جنوبي آسيا کې د روانې جگړې د اړولو په موخه له کليدي کسانو او مشرانو سره وکتل. اوباما افغانستان د تروريزم ضد د جگړې اصلي جبهه گڼي او غواړي چې دېرش زره نور پوځيان سيمې ته واستوي چې په دې ترتيب به د امريکايي عسکرو شمېر په افغانستان کې دوه برابره زيات شي.