1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا تر 2011 کاله د عراق څخه خپل ټول پوځونه باسي

۱۳۸۷ آبان ۲۷, دوشنبه

د يکشنبې په ورځ د عراق او امريکا دولتونه دې موافقې ته ورسيدل چي د راتلونکي کال تر نيمايي پوري به ټول عسکر لومړی خپلو مرکزونو ته ولاړسي او بيا وروسته د عراق څخه ووزيٍ

https://p.dw.com/p/FwSt
د امريکا ولسمشر جورج بوش او د عراق لومړی وزير نوري المالکي
د امريکا ولسمشر جورج بوش او د عراق لومړی وزير نوري المالکيانځور: picture-alliance/dpa

د بغداد او واشنګټن حکومتونو تقريباً يو کال ددغه تړون پر سر جنجال سره درلودی، خو په آخره کي عراقيانو وکولای سول چي يو برياليتوب پلاس راوړي. يعني داچي دوی د امريکايي قواوو د وتلو نيټه مشخصه کړه،هغه چي جمهوررييس بوش يې تر پايه پوري مخالفت کاوه.خو داچي دا کار څونه ارزښت لري يا نه، نو هغه به په عمل کي ثابته سي.

ددغي موافقې پر اساس بايد امريکايي عسکر په اوله کي د راتلونکي عيسوي کال تر نيمايي پوري په عراق کي بيرته خپلو 400 مرکزو ته ولاړ سي. په اوس وخت کي 150000 امريکايي عسکر په عراق کي ځای پر ځای دي، چي تر 2011 کال پوري بايد ټول د عراق څخه ووزي.

د امنيتي مسايلو مسؤليت بايد په کراره کراره سره عراقي پوځ او پوليسو ته وسپارل سي. عراقي امنيتي قواوي په اوس وخت کي د 18 ولايتو څخه 13 ولايته کنټرولوي، خو نه پايتخت بغداد.

همېشه دواړه خواوي متقابلاً تر فشار لاندي وې، ځکه چي پر دوی باندي د وخت فشار هم موجود ؤ. ددغه کال تر پايه پوري په عراق کښي د خارجي قواوو دپاره د ملګرو ملتو د ماموريت دوره پای ته رسيږي. دغه کار يو غير منظم او بې پلانه حالت رامنځته کړی دی، چي که څه هم هيڅوک په عراق کي فکر نه کوي،چي امريکايي قواوي به بې پلانه او په يوواري سره ووزي. حتی د امريکا راتلونکي جمهوررييس بارک اوباما لا په انتخاباتي مبارزه کي د عراق څخه د امريکايي عسکرو د راوتلو دپاره دده تر جمهوررييس کيدو وروسته ۱۶ مياشتي تعين کړي وې.

تر دغي موافقې وروسته د عراق حکومت هغه يوه کاميابي وبلله، او د عراق ملي حاکميت يې خلل نه منونکی وباله. د عراق دحکومت وياند علي ال جباح وويل : «موږ د امريکايانو سره معامله پای ته ورسول .کابينې هغه فيصله کړه ،چي اوس به هغه پارلمان ته راجع سي. وکيلان کولای سي،دغه موافقه ومني يا يې هم رد کي .»

خو په پارلمان کښي د هغه د رديدو احتمال ډيرکم دی . ځکه چي هلته صدراعظم نوري ال مالکي اکثريت لري . په پارلمان کښي ددغي موافقې سره د مخالفت خطر يوازي د عراقي نشنلسټانو او د ضد امريکايي رهبر الصدر او دده د مليشې څخه موجود دی. الصدر حتی درې ورځي مخکي د نوو قواوو د جوړلو اعلام وکۍ، او وعده يې ورکړه چي د امريکاي قواوو پر ضد به مبارزه وکي، تر هغو پوري چي دوی د عراق څخه وتلي وي، او هيڅ نوع نظامي اډې وجود ونلري.

خو داچي واقعاً به څه وخت د عراق څخه امريکايي قواوي وزي،نو بيا هم ددغي موافقې پر اساس هغه دقيقه نده معلومه. ځکه چي امريکايي قواوي به په معينه نيټه هغه وخت وزي ، کله چي د عراق امنيتي شرايط اجازه ورکي،چي کيدای سي د تيلو په دغه ثروتمند هيواد کي هغه تغير وکي.

د بلي خوا د مجريمو امريکايي عسکرو پر سر د عراق او واشنګټن دحکومتونو تر منځ هم اختلاف موجود دی ، چي د عراق حکومت غواړي هغه په عراق کي محاکمه سي، او واشنګټن هغه په اساس کي ردکړې ده، خو يوازي هغه وخت چي هغوی په وظيفه کي نه وي، چي دا کار هم عملاًممکن ندی.