1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ته د افغانانو په مهاجرت کي آسانتياوي رامنځته کيږي

۱۴۰۰ آبان ۱۸, سه‌شنبه

امريکا متحده ايالات غواړي چي دغه هيواد ته د افغانانو د کډوالۍ په برخه کې آسانتياوي رامنځته کړي. په تيرو مياشتو کي په لسونو زره افغانان متحده ايالاتو ته رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/42kuo
USA Virginia | Ankunft Afghanischer Flüchtlinge
آرشيف انځور ـ ورجينيا ته د افغان مهاجرو راتګانځور: Kevin Lamarque/REUTERS

د امريکا متحده ايالاتو د وطن ساتنې يا داخله وزارت د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د نوامبر ۸) اعلان وکړ چي افغان مهاجرو ته به و امريکا ته مهاجرت آسانه کړي. ياد وزارت ويلي دي چي تقرياً ۷۰ زره هغه افغانان چي د جولای مياشتي له ۳۰ مې نېټې راهيسي امريکا متحده ايالاتو ته رسېدلي دي، هغوی ته به د اقامې، ګرين کارډ، د کار اجازه او نورو اسنادو په لاسته راوړلو کي آسانتياوي برابري کړي.

د ياد وزارت په وينا ياد پروګرام چي د «ټلوالو ښه راغلاست» په نوم تمويليږي د نورو آسانتياؤ تر څنګ دا هم په پام کي لري چي افغان کډوالو ته د پروسو د جريان له پاره اړين هغه فيسونه معاف کړي چي په زرونو ډالره کيږي.

د کورنيو چارو وزير اليخاندرو مايورکاس ويلي دي چي د امريکا متحده ايالات د پروسو د آسانه کولو او د مصارفو د معافولو په ترڅ کي د خپلو افغان ټلوالو سره مرسته کول غواړي چي «زموږ په هیواد کي ژر ځانته نوی ژوند جوړ کړلای سي.» نوموړي په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو د شل کلن ماموريت پر وخت د ځايي همکارانو و «با ارزښته همکارۍ» ته اشاره وکړه.

له افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو د را ايستلو تر پرېکړي وروسته د روان عيسوي کال په دوبي کي تر ۱۲۰ زرو زيات انسانان له افغانستان څخه و ايستل سول. په لسونو زره افغان ځايي همکاران او د هغوی کورنۍ لا تر اوسه په افغانستان کي بند پاته دي. هغوی د بهرنيو ځواکونو سره د افغانستان په ماموريت کي مرسته کړې وه او له دې کبله د طالبانو له غچ اخيستنې څخه اندېښنه لري. طالبان د اګست مياشت په نيمايي کي په افغانستان کي واک ته ورسېدل.

آ./ا.ا./ن.ز.