1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: جاپان دي مرستي بيرته پيل کړي.

۱۳۸۶ آبان ۱۱, جمعه

د امريکې متحده ايالتونه په پام کي لري چي د جاپان څخه د دې غوښتنه وکړي چي د هند په سمندر کي د افغانستان د جگړې له پاره ولاړو بېړيو او جنگي الوتکو ته د تيلو او نورو اکمالاتو رسول چي د پنجشنې د ورځي را په دېخوا يي درولي دي بيرته پيل کړي.

https://p.dw.com/p/DKCf
جاپان د هند په سمندر کي د ائتلافي ځواکونو د بېړيو او الوتکو په ملاتړکي ستر رول لوبولی دی.
وروسته له هغه چي د جاپان په پارلمان کي حاکم گوند د دې موضوع په اړه د مخالف گوند له غبرگون سره مخامخ سو او د رايو ورکولو په وخت کي ډ ير اکثريت نه درلودی، د جاپان حکومت د هند په سمندر کي خپلو پوځونو ته امر وکړی چي نور فعاليت ودروي.