1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا خپل ديپلوماتان خوندي ځايونو ته لېږلي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۱۸, جمعه

نوو کواښونو ته په کتو سره د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د لاهور ښار له قنسلگرۍ څخه خپل اکثره ډيپلوماتان راايستلي دي.

https://p.dw.com/p/19MmS
US-Flagge (Foto: dpa) / Eingestellt von wa
US-Flagge / USA / Fahneانځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحده ايالاتو د لاهور قنسلگرۍ اکثره کارکوونکي خوندي ځای ته لېږلي دي. ويل کيږي چي دغه کارکوونکي اوس د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد ته لېږل سوي دي او په قنسلگرۍ کي يوازي د بېړنيو کارونو د ترسره کولو له پاره يو څو تنه مامورين پاته سوي دي.

د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د دې اقدام دليل ديپلوماتانو ته د يوه «ځانگړي» خطر متوجه کېدل بللی دی. دغه وزارت پر ټولو امريکایانو باندي ږغ کړی دی، چي که «ډير ضروري» نه وي، نو پاکستان ته دي له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

وزارت ويلي دي چي په ټول پاکستان کي د «داخلي او بهرنيو تروريستانو» له خوا امریکايي وگړو ته خطر متوجه دی، او ټول امریکايان بايد په دغه هیواد کي له ټولو هغو ځايونو څخه چي د خلکو ډير بيروبار پکښې وي ځانونه ليري وساتي.

دغه وزارت يادونه کړې ده چي په پاکستان کي د تروريستانو د ډيرو بريدونو هدفونه ملکي وگړي، دولتي نهادونو او د بهرنيو وگړو مېشت يا کارځايونه دي.

د القاعدي د تروريستي شبکې اکثره مشرانو په پاکستان کي ځانونه ټينگ کړي دي. حتی د دغي شبکې مشر اسامه بن لادين لا په دغه هيواد کي، تر هغه مهاله پټ وو، ترڅو د ځانگړو امریکايي ځواکونو له خوا ووژل سو.

د بريدونو شنډېدل

تيره اوونۍ د امریکا متحده ايالاتو د لوېديځو هيوادونو پر نهادونو باندي له بريدونو څخه خبر داری ورکړی وو. خو دغه خبرداری يوازي په نژدې ختيځ او شمالي افريقا کي محدود وو. د دغو سيمو په هيوادونو کي د امریکا متحده ايالاتو نژدې شل سفارتونه او قنسلگرۍ د موقت وخت له پاره وتړل سوې. په يمن کي د آلمان سفارت هم وتړل سو.

د رسنيو د راپورونو پر اساس د دغه کار دليل په دغه هيواد کي د القاعدې د تروريستي شبکې له خوا د بريدونو پلان وو. د يمن چارواکو د تيري اوونۍ په نيمايي کي اعلان وکړ چي دغي ډلي په دغه هيواد کي د ډيرو بريدونو د ترسره کولو پلان لاره، خو شنډ سو.

د چارواکو په خبره په دغو بريدونو کي القاعدې غوښتل چي د دغه هيواد په جنوب کي د گازو پر يوه پايپ او د نفتو پر یوه مرکزباندي هم بريدونه وکړي ترڅو په دغو ځايونو کي بهرنيان يرغمل کړي.

د «سپا» خبري آژانس په حواله په سعودي عربستان کي د پلان سوو بريدونو په تور دوه تنه شکمن کسان نيول سوي دي. آژانس ليکي چي دغه تورن کسان له يمن او چاد څخه دي.