1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: داسي ثبوت نه شته چي وښيی پاکستان د اسامه د پټنځای څخه خبر ؤ

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۹, پنجشنبه

امريکا متحده ايالات اوس وايي چي ثبوت نه لري چي د پاکستان مشري دي د القاعدي د ترهګري شبکي د وژل شوي مشر، اسلامه بن لادن، له پټنځاي څخه خبره وه. دا په دغي حساسي قضيي کي يو غټ بدلون دي

https://p.dw.com/p/11JWl
اسامه بن لادن
اسامه بن لادنانځور: picture-alliance/dpa

د مي په دوهمه د اسامه بن لادن د وژلو خبر لا په ټوله نړي کي په بشپړه توګه خپور شوي نه ؤ چي په پاکستان کي د هغه د څو کلونو را په دي خوا پټيدو په هکله امريکايانو د حيرانتيا سر وښوراوه. هغوي همدا ويل چي « ناممکن دي چي پاکستان دي له دي پټځاي څخه ناخبره وي.»

له پاکستان څخه د هغوي مقصد د دغه هيواد استخباراتي اداره، ISI او پوځ ؤ. امريکايي چارواکو همدا وويل، يو څوک چي د پاکستان پوځي اکادمي ته نژدي شپږ کاله ژوند وکړي، هرمرو يو څوک تري خبري ؤ.

د بن لادن د وژاو په دوهمه ورځ، دCIA رييس، ليون پنيتا، د کانګرس د استخباراتي جرګه ګي په وړاندي وويل چي پاکستان د بن لادن د پټيدو په قضيه کي هرمرو لاس لري.

هغه وويل: « که چيري هغوي يعني پاکستانيان خبري نه وي، دا د هغوي د بي کفايتي معني ده. او که چيري خبر ؤ، نو امريکا متحده ايالاتو ته يي دروغ ويلي دي.»

د متحده ايالاتو ولسمشر، بارک اوباما، د قضيي د پلټنني لپاره امر صادر کړ خو څه باندي دوه اوني وروسته، د امريکايانو په دريځ کي ناڅاپي بدلون راغي.

د متحده ايالاتو د ټولو ځواکونو لوي درستيز، مايک مولن، په يوه خبري کنفرانس کي پرون وويل:«د بن لادن پر ضد د عملياتو را په دي خوا، ما تر اوسه پوري داسي ثبوت ونه موند چي د پاکستان مشري دي له دي څخه خبره وه چي هغه چيرته اوسيږي.»

د متحده ايالاتو د دفاع وزير، ګيتس، هم دغسي يو ه څرګندونه کړي ده. هغه ويلي: «ما هيڅ ثبوت نه دي پيدا کړي چي د پاکستان لوړ پوړي مشران د اسامه د پټيدو له ځاي څخه خبري درلود. باالمقبال داسي شواهد ماته لاس ته راغلي چي د دي خبري د عکس ثبوت دي. دغه راز مونږ نور شواهد هم نه دي موندلي چي بل څوک دي له دي قضيي خبر وي. خو زما اټکل دا دي چي هر مرو يو څوک تري خبر ؤ.»

د ګيتس ګمان دا دي چي د پاکستان د استخباراتو، پوځ يا پوليسو ټيټ پوړي غړي ښايي د بن لادن له پټنځاي څخه خبر ول.
ګيتس له دي مخکي ويلي ؤ چي هغه د ترهګري پر ضد د نا باوره شريک، پاکستان په هکله د متحده ايالاتو د کانګرس د قهر او غوسي په هکله تفاهم لري. په اوسني وخت کي د متحده ايالاتو په کانګرس کي هڅي رواني دي چي پاکستان، د ملياردو ډالرو مرستو څخه بي برخي کړاي شي.

خو د متحده ايالاتو د دفاع وزير وويل چي د پاکستان د پوځ مشر، اشفق کياني، اوس واشنګتن ته ډاډ ورکړي چي په پاکستان کي د طالب اورپکو د مشرانو د پټنځايونو او دغه راز د حقاني د شبکي پر ضد به له ژمنو سره سم عمل وکړي.

ګيتس چي په دوبي کي له خپل مقام خخه استعفاء کوي وويل: « مونږ غواړو چي د بن لادن عمليات بيا تکرار نه شي، ځکه داسي عمليات بايد هغوي يعني پاکستان خپله تر سره کړي.»

هاسلمان/ عبدالباري حکيم
کتونکي/ مسعود جهش