1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د «اسلامي دولت» د ليبيايي کمپونو څارنه کوي

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ آذر ۱۳, پنجشنبه

په ليبيا کي دولت سقوط کړی دی. د دغه هيواد برخي د بېلو بېلو ملېشو تر ولکې لاندي دي. د امريکا متحده ايالات وايي چي اوس «اسلامي دولت» هم ليبيا ته پام اړولی دی.

https://p.dw.com/p/1Dz46
انځور: picture alliance/AP Photo

د امريکا متحد ايالات وايي چي د «اسلامي دولت» وسله واله ډله هڅه کوي چي په ليبيا کي ځان ځای کړي. د امریکايي پوځ قومندان جنرال دېويد رودريګيس په واشنګټن کي ويلي دي چي دوی د ليبيا په ختيځ کي د «اسلامي دولت» د روزنيزو کمپونو څارنه پېل کړې ده.

دغه امريکايي جنرال په افريقا کي د امريکايي پوځ د قواوو مشري پر غاړه لري. رودريګيس زياته کړې ده چي دا لا نه ده څرګنده چي د شمالي افريقا په دغه هيواد کي د «اسلامي دولت» ستراتيژي څه ډول ده.

جنرال رودريګيس په پنټاګون کي خبريالانو ته وويل، چي په ليبيا کي د «اسلامي دولت» ډلي جنګياليو روزنيز کمپونه لا اوس د جوړېدو په حال کي دي. د هغه په وينا د امريکا متحد ايالات په دقت سره د دغو پرمختګونو څارنه کوي.

رودريګيس زياته کړې ده چي په ليبيا کي د «اسلامي دولت» په روزنيزو کمپونو کي د جنګياليو او تر روزنې لاندي وسله والو شمېر په سوونو دی.

انصارالشريعه د ترهګرو ډلو په ليست کي

رودريګيس اټکل کوي چي تر پوځي روزني لاندي کسان به د ليبيا د مليشو غړي وي. هغه وويل چي دا لا څرګنده نه ده چي ايا د روزني د تر لاسه کولو وروسته به دغه جنګيالي په ليبيا کي فعاله سي او که به عراق او سوريې ته ولېږدول سي.

رودريګيس په داسي حال کي دغه څرګندونې کوي چي د ملګرو ملتونو سازمان د انصارالشريعه په نوم ليبيايي وسله واله ډله د ترهګرو ډلو په ليست کي شامله کړې ده. د دغي ډلي په هکله فکر کيږي چي له «اسلامي دولت» سره ملګرې سوې ده.

په ليبيا کي په ۲۰۱۱م کال د اوږدمهاله واکمن معمر القذافي تر راپرځولو وروسته د قدرت خلا رامنځ ته سوې ده. له هغه راهيسي د هيواد د بيلو قبيلو وسله والي ملېشې يو له بل سره په جګړه بوختي دي. په ليبيا کي دوه بېل حکومتونه موجود دي چي پکښي يو يې هم پر ټول هيواد باندي کنترول نه لري.

د دغه هيواد جلاجلا سيمي د بېلو بېلو ملېشو په واک کي دي. د ليبيا يو حکومت په پلازمېنه طرابلس کي هغه وخت جوړ سو، چي په اګست مياشت کي دغه ښار د ملېشو په لاس ورغلی.

د ليبيا هغه حکومت چي په نړيواله توګه په رسميت پېژندل سوی دی، له طرابلس څخه تښتېدلی او په طُبرُق کي خپل کار پر مخ بيايي.