1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د افغان پوځ د روزلو په مرستو کي کموالی راولي

۱۳۹۰ شهریور ۲۳, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د سنا يو پلاوي د سې شنبې په ورځ د افغان ځواکونو د روزني لپاره د مرستي په پروژه کي د ۱،۶ ميلياردو ډالرو کمی منظور کړی.

https://p.dw.com/p/12Yp5
افغان پوځ
افغان پوځانځور: DW

دا په راتلونکو کلونو کي د افغان پوځ او پوليسو د روزني او مجهزولو په برخه کي په کيدونکو مرستو کي د ليدو وړ کموالی دی.

 

د امريکا متحده ايالاتو د روان کال د جولای په مياشت کي د افغانستان څخه د خپلو پوځونو را ايستل په دې موخه پيل کړل، چي د ۲۰۱۴م کال تر پايه به د ټول هيواد په کچه د امنيت مسؤليت افغان ځواکونو ته وسپاري. او د دي لپاره د افغان پوځ شمير لوړيدل شامل دي.

 

خو پينټاګون په دې هڅه کي دی، چي څومره ژر وکولای سي، چي په راتلونکو څو کلونو کي په دغه مصرفونو کي کمی راولی.

 

د ۲۰۱۲م  مالي کال لپاره په ابتدايي توګه ۱۲،۸ مليارده ډالره مصرف په پام کي نيول سوی وو.

 

د امريکا د متحده ايالاتو د سنا د دفاعي کميټې مشر، سناتور ډانيل لنيويي، ويلي چي دغه ۱،۶ ميليارده قطعه سوي مرستي په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو د پوځ له خوا تر « اړتيا زياتو » مرستو په توګه په ګوته سوي.

 

د امريکا متحده ايالات د روزنو په ترڅ کي هڅه کوي، چي د افغان پوځ او پوليس شمير د اکتوبر تر مياشتي تر ۳۰۰ زرو تنو زيات کړي. او د افغان امنيتي ځواکونو لپاره د موټرو او نورو تجهيزاتو برابرول د امريکا متحده ايالاتو ته په لويه بيه تماميږي.

 

خو د امريکا متحده ايالات اوس داسي پلان لري، چي خپله افغانان، افغانان وروزي. د امريکا د متحده ايالاتو لخوا د اګست په مياشت کي يو راپور ښي چي د ۲۰۱۴م کال تر پايه په افغانستان کي د ناټو په روزنيز ماموريت کي تر نيماي کموالی راولي.

 

يو چارواکي ويلي چي د افغان پوځ مصرف تر دي ډير کم دی، چي ورته ټاکل سوی دی يا په روزولو يې مصرف سوی.

 

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل