1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د ايران څخه په اټومي شخړه کښي ډير انتظار لري

۱۳۸۸ مهر ۹, پنجشنبه

نن پنجشنبه په ژنيو کښي د امنيت د شوراد پنځو دايمي غړو، جرمني او ايران د استازو تر منځ د ايران د لانجمن اټومي پروګرام په باب خبري کيږي ،چه په هغه کښي خصوصاً د امريکا دريځ اوس ډير داهميت وړ دی

https://p.dw.com/p/JvRq
د ايران اټومي دستګاوي
د ايران اټومي دستګاويانځور: AP

د امريکا د حکومت دپاره په خبرو کښي تګلاره روښانه ده . او هغه داچه ايران بايد خپل اټومي پروګرام کاملأ ښکاره کي .

دا تر دې خبري وروسته چه ايران په پټه د يورانيمو د غني کولو دوهمه دستګاه هم جوړه کړې ده ،نوره هم ډيره مهمه سوې ده .

د تيري جمعې په ورځ لږ څه وروسته تر هغه چه د ايران داټومي پروګرام په باب نوی خبر خپور سو ، د امريکا دمتحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما په پيتس برګ کښي د G20 د هيوادو د سرمشريزي پر مهال وويل ،

« ددغي ليدني کتني دپاره ايران بايد پوره تياری ولري . د بين امللي اټومي انرژۍ دسازمان IAEO سره کاملأ او هراړخيزه ګډ کاروکي،او داسي اساسي قدمونه پورته کي ،تر څو د خپل اټومي پروګرام په باب اعتماد رامنځته کي . او هغه بايد خپل سوله ايز نيت د ګټورو خبرو او مشخصو تدابيرو د لاري ښکاره کي . »

بارک اوباما وويل چه د امريکا متحده ايالات اساسأ ددې ضد ندي چه ايران دي د اټومي انرژۍ څخه د سوله ايزو مقاصدو په خاطر استفاده وکي . پر دې سربيره چه ايران ادعا کوي چه سوله ايز هدفونه تعقيبوي ، د امريکا خارجه وزيره هيلاري کلينتن وايي ،

« دغه ليدنه کتنه يو امتحان دی . ډير ښه ، خبري يوازي په درد نه خوري ، هغه په اثبات ورسوۍ . ثابته يې کۍ ،او موږ به وګورو چه تاسي واقعأ څه واياست . »

Ali Akbar Salehi
انځور: ISNA

که بيا هم د ايران سره په اټومي شخړه کښي پرمختګ رانسي،نو په اوسنيو خبرو کښي د امريکا متحده ايالات نه غواړي ايران په اقتصادي بنديزونو سره تهديد کي . او لکه څنګه چه د امريکا د دفاع وزير رابرت ګيتس واضح کړل ،تر ټولو دمخه اول بايد حالت مشخص سي ،

« د ايران سره د 5 جمع يوه ليدنه کتنه لمړنی قدم دی ،تر څو وليدل سي ،چه آيا ايران تيار دی ،خپل سياست ته تغير ورکي ،او لوی قدرتونه ورسره مخالفت ونکي . او که دا کار ونسي ،نو به يې په مقابل کي ډير سخت بنديزونه وضع سي . »

داچه دغه بنديزونه به څه ډول وي ، د امريکا متحده ايالات وختي لا د هغه باب خپله طرحه لري .

رابرت ګيتس پدې اړه وايي ،« ډير مختلف امکانات موجود دي . مثلأ د بانکو په برخه ، د وسلو او د تيلو او ګاز د تکنالوژۍ په برخه کښي . زه ګمان کوم چه يو غټ لست موجوددی ،چه موږ د هغه څخه کار اخيستلای سو . »

د امريکا متحده ايالات پدې عقيده دي ،چه د نورو سختو بنديزونو د لاري به د ايران پر حکومت فشار يووار بيا اضافه سي . دفاع وزير رابرت ګيتس وايي،چه په ايران کښي د جمهوري رياست تر انتخاباتو وروسته د ايران په جامعه کښي يو ژور درز رامنځته سوی دی ،او شايد په حکومتي دستګاه کښي هم .

دی علاوه کوي ،« په ښکاره سره يو دليل دادی ،چه زه پر هغه باندي عقيده لرم : اضافه او سخت اقتصادي بنديزونه واقعأ تأثير کوي . موږ پوهيږو چه وضع سوو بنديزونو هم خپل تأثيرات وکړل . په ځوانانو کښي د بيکارۍ درجه 40 فیصده ده . دوی واقعأ مشکلات لري ، خصوصأ د ځوانانو سره . »

رابرت ګيتس پدې نظر دی چه د ايران په مقابل کي يوه نظامي حمله ،تر څو اټومي دستګاوي له منځه يوسي ، د حل يوه ښه لار نده ،او د هغه په وسيله به دجهان پرابلمونه حل نسي .

البريشت څيګلر/

کتونکي : محمد قاسم نوري