1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: د اېډززنداني ناروغان

۱۳۸۶ دی ۲۱, جمعه

د بشر د حقوقونړيوالې ټولنې هيومن رايټس واچ په هغه راپورکې، چې د روان هجري، لمريزکال د لېندۍ د مياشتې په شپاړسمه نېټه يې خپورکړ، د امريکا د متحده ايالتونو د هېواد ساتنې له وزارت نه غوښتنه کړې ده، چې د هغوزنداني مهاجرينوروغتيايي پالنه اودرملنه، چې د اېډزويروس لري اوياهم د اېډزپه ناروغۍ اخته دي، لاښه کړي.

https://p.dw.com/p/DMqP
انځور: AP

نوموړی وزارت د اېډزپه ناروغۍ د اخته زندانيانوپه مقابل کې خپل مکلفيت ته پام نه کوي او د هغوۍ حق ترپښولاندې کوي. د سخته ناروغوزندانيانو د درملنې لپاره مقررات اومېتودونه له هر لحاظه نيمگړي دي.
د امريکاپه متحده ايالتونوکې تقريباً دېرش زره تنه مهاجرين په زندانونواوهېواد ته د بېرته لېږلوپه مرکزونو کې موجود دي.

پرناروغانوملنډې وهل
د هيومن رايټس واچ راپور د ويکتوريا » ارېلانو « پرمړينې باندې رڼااچوي.هغه دري ويشت کلنه ښځه، چې د اېډزوېروس يې درلود او د کاليفورنيا د ايالت د سان پېدرو د هېواد ته بېرته لېږلوپه زندان کې تراتواوونيو حبس وروسته، د روان هجري، لمريزکال د چنگاښ په مياشت کې مړه شوه.
د راپورونوله مخې، » ارېلانو « ترهغه وروسته چې درملنه يې رد شوه، ډېره سخته ناروغه شوه. ويل کيږي، چې نوروښځينه زندانيانو، چې له » ارېلانو « سره په يوې کوټې کې وې، څوڅوځلې هڅه وکړه، چې د زندان د مسؤلينوپام د ځوانې » ارېلانو « خراب روغتيايي وضيعت ته ورواړوي - خو بې له برياليتوبه. کله چې نوموړې بالاخره د ناروغانوکوټې ته يووړل شوه، نوويل کيږي، چې د زندان کارکونکوملنډې پرې وهلې. » ارېلانو « د خپلې کوټې نوروزنداني ښځوته، ترخپل مرگ لنډه موده مخکې، وويل چې: » وضيعت داسې وو، لکه سړی چې يو ډارونکی خوب ويني. «