1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د پاريس له موافقې څخه د وتلو انتقادونه ردوي

۱۳۹۶ خرداد ۱۳, شنبه

سپینې ماڼۍ د پاريس له اقلیمي تړون څخه د متحده ایالاتو د وتلو پر اعلان د سختو نیوکو پر وړاندې په متقابلو تورونو سره غبرګون ښودلی. د چاپیریال ساتنې ادارې مشر وویل هغوی چې له اقلیمي بدلون څخه خبرداری ورکوي، مبالغه کوي.

https://p.dw.com/p/2e4sA
USA Pressesprecher - Scott Pruitt und Sean Spicer
د متحده ايالاتو وياندويانانځور: Getty Images/AFP/B. Smialowski

د امریکا متحده ایالاتو د چاپیریال ساتنۍ ادارې مشر سکات پروت، د دغه هیواد د ولسمشر له ویاند شان سپایسر سره د یوه ګډ خبري کنفرانس په ترڅ کې د «یوه جرئت مندانه» پریکړې خبره وکړه. پروت زیاته کړه: «موږ داسې هیڅ دلیل نه لرو چې بخښنه دې وغواړو». هغه په ځانګړي توګه پر اروپایانو تور ولګاوه چې د اقلیم ساتنۍ له تړون سره غواړي امریکا متحده ایالاتو ته زیان ورسوي.

پروت، چې پخپله هم د پاریس د اقليم له تړون څخه د وتلو یو له سختو پلویانو څخه دی وویل: «ولې د اروپا لوې سیاستوال غواړي چې موږ دې په دې تړون کې باقي پاتې شو؟ دوی پوهیږي چې داسې یو څه زموږ اقتصاد نور هم په بند کې ساتي.»

پروت هغه مهال هم کله چې د امریکا د لویدیځ ایالت اوکلاهوما، د لوی څارنوال په توګه دنده ترسره کوله د نفت او ګازو له لویو شرکتونه څخه دفاع کوله. هغه د امریکا د چاپیریال ساتنۍ ادارې له خوا دې څانګې له پاره د وضعه کړای شوو شرایطو پر وړاندې مبارزه کوله. نوموړي هغه کسان په دې برخه کې په مبالغه کولو تورن کړل چې د اقلیمي تغیراتو په هکله خبرداری ورکوي.

د اقلیمي بدلون په اړه د ترمپ دریځ بی ځوابه پاتې شو

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په همدې منځ کې د اقلیم تغیر یو واقعیت بولي او که څنګه؟ د امریکا د چاپیریال ساتنې دارې رئیس ونه شو او یا یې هم ونه غوښتل ځواب ووایې، سره له دې چې خبریالانو څو واره دغه پوښتنه تکرار کړه.

د ترمپ ویاند سپایسر هم د هغو خبریالانو چې د سپينې ماڼۍ مخې ته راټول شوي ول، د ځمکې کرې د ګرمیدو په اړه د ولسمشر ترمپ د دریځ په هکله د توضیحاتو ورکولو په برخه کې ناتوانه پاتې شو. هغه د حیرانیا په حالت کې وویل چې په دې اړه له ترمپ سره د خبرو فرصت یې نه درلود.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې سر له همدا اوس څخه د اقلیم ساتنې هغه «بد» توافقات نه عملي کوي چې د نړۍ ۱۹۵ هیوادونو لاسلیک کړي دي.

د ترمپ په خبره د پاريس تړون په یوه اړخیز ډول د ده د هیواد په زیان تمامیږي او په امریکا کې د بی روزګارۍ رامنځته کیدو سبب ګرځي. د متحده ایالاتو ولسمشر په عین وخت کې وویل چې غواړي د پاريس د یوه اصلاح شوي تړون او یا یوه نوي تړون په هکله خبرې اترې وکړي. خو هغه واضحه کړه چې که د یوه نوي او بهتره تړون په هکله موافقه هم رامنځته نه شي، هغه یې پروا نه کوي.

د اقلیم په اړه له نړیوال تړون څخه چې تیر کال د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې پرې موافقه شوې وه، د وتلو له اعلان سره امریکا متحده ایالاتو په پراخه پیمانه په انزوا کې قرار نیولی دی. دغه توافقنامه د څو کلونو پرله پسې هڅو وروسته رامنځته شوې وه.

د ټولنې نړۍ د هیوادونو حکومتي او دولتي مشرانو د جمعې په ورځ، د چاپیریال ساتنې سازمانونو په ګډون په ډیر تود هرکلي او احساس سره ژمنه وکړه چې د اقلیم ساتنه به کوي.

دونالد ترمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي وو چې د اقلیم پر بدلون باور نه لري. نوموړي مخکې تر دې یو وار یادونه کړې وه چې داسې یو څه امریکا ته د زیان رسولو په موخه د چين له خوا پخپله جوړ شوي تبلیغات دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.02.2016):