1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امريکا د پاکستاني پوځ په پياوړي کولو سره تېروتنه کړې ده»

سيد رياض/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۲۸, سه‌شنبه

په واشنگټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني له خپل هیواد څخه غوښتي دي چې دفاعي مسایلو ته خپله توجه کمه کړي. د هغه په وینا د امریکا متحده ایالاتو مرستو یوازي د پاکستان پیاوړي نظامیان لاپسې قوي کړي دي.

https://p.dw.com/p/1AKyL
انځور: dapd

حسين حقاني چې یو زړور کارپو او د پاکستان لوړپوړی دیپلومات وو چې په ۲۰۱۱ کي يې په دې تور د خپلې دندې څخه استعفا ته اړ شو چې گويا د امریکا متحده ایالاتو څخه یې د پاکستان د پوځي ځواک د صلاحیتونو د راکمولو غوښتنه کړې ده. هغه په خپل نوي کتاب«ستره تېروتنه» لیکلي دي چې دواړه هیوادونه د یو بل په پيژندلو کې پاته راغلي دي.

حسین حقاني په خپل دغه کتاب کې چې په واشگټن کې خپور شوی دی لیکلي دي، چې د پاکستان اردو په ۱۹۷۴م کال کې د هند د نیمه ټاپو تر تجزیه کیدو وروسته په نامناسب ډول لویه وه. تر دغي نیټې وروسته د پاکستان اردو د نوي ډهلي سره د سیالۍ کولو له پاره، د امریکايي مرستو راجبلولو ته لومړيتوب ورکوي.

حقاني د هودسن په څیړنیز بنسټ کې چې خپله هم پکې کار کوي د وینا پر مهال ویلي دي: «دا هغه څه دي چې د پاکستان د داخلي ناتوانۍ سبب شو، ځکه چې اردو خپلي پیاوړي کیدو ته ادامه ورکړه.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «یو هیواد چې د اتومي وسلو لرونکی وي، نه باید د یوه داسې کس په توگه چلند وکړي چې تل وسله رانیسي او وایي چې د خپلې کورنۍ د خونديتوب له پاره ورته اړتیا لري. بیا هره شپه راکښیني، ځکه چې له دې ویره لري چې یو څوک راځي وسله ځیني اخلي او بیا وروسته د ویني په فشار اخته کیږي او قلبي سکته کوي.»

حقاني په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي: «د امریکا متحده ایالاتو وهم په دې کې دی چې فکر کوي کله چې له پاکستان سره په کافي اندازه مرسته وکړي، پاکستان به یې گټې تعقیب کړي. خو خبره په بشپړ ډول برعکس ده، ځکه تاسو [امریکا] چې څه کوئ د دغه بشپړي پروسې د تشویقولو په معنی ده.»

د حقاني په وینا ښایي په راتلونکي کال کې کله چې متحده ایالات له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راایستلو پروگرام عملي کړي د دواړو هیوادونو په اړیکو کې بدلون راشي.

حقاني د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې خپله توجه د بې وزلۍ او بې سوادۍ له منځه وړلو ته متمرکزه کړي.

حقاني د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې د ملاله یوسفزۍ په څیر خلک چې د ښځو د تعلیم د مبارزې له کبله طالبانو وویشتله د خپلو اتلانو په څیر وپیژني، نه د ساینس پوه عبدالقدیر خان، چې د اتومي وسلو د پراختیا په تور تورن دی او یا حافظ سعید خان چې «پاکستانیانو ته یې د تعصب، تاوتریخوالي او ترورزیم پرته بل څه نه دي کړي.»