1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د پاکستان له لاري اکمالات ځنډولي دي

آژانسونه / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۲ آذر ۱۳, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی چې له افغانستان څخه د پاکستان له لارې د پوځې تجهیزاتو انتقالول يي په موقتي توګه ځنډولي دي، ترڅو د لارې په اوږدو کې پر پوځې وسایطو سمبال د لاریو چلونکو د حفاظت په برخه کې ډاډ ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/1ASen
انځور: dapd

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون یوه ویاند مارک رایټ، د رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلې دي چې په پاکستان کې د روانو مظاهرو له امله د امریکايي تجهیزاتو خپل هیواد ته د بیرته ستنولو مهمه لاره اغیزمنه شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې « مونږ د تجهیزاتو د بیرته ستنولو کار ځنډولې دی، ترڅو د لارۍ چلوونکو د حفاظت په هکله اطمنان ترلاسه کړو.»

مارک ماریټ، دغه څرګندونې پداسي حال کي کوي چي په ۲۰۱۴ م کال کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پلان نيول سوی دی. د دغو عسکرو د وتلو پر مهال د پاکستان له لارې د پوځې تجهیزاتو انتقال ډېر مهم بلل کيږي.

د پنټاګون ویاند هیله څرګنده کړه چې د پاکستان له لاری د امریکايي تجهیزاتو د انتقالولو بهیر به ډیر ژر بیرته پیل شي. همدرانګه مارک رایټ زیاته کړه چې امریکا د خپلو پوځي تجهیزاتو د انتقالولو له پاره نورې لاری هم لري.

دا خبره مهمه ده چې که امریکا د خپلو وسایلو د انتقال په موخه له نورو لارو څخه کار واخلي نو دا به ورته په ډیره لوړه بیه تمامه شي. د بیلګې په توګه د منځني ختیځ او روسيي له لارې چې د « ناردرن ډیسټریبیوشن نیټ ورک» په نامه سره یادیږي او معمولآ افغانستان ته د اکمالاتو د رسونې په موخه کارول کیږي.

د یادونې وړ ده چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه د خپلو تجهیزاتو د ويستلو په موخه یوازې له ځمکنيو لارو څخه کار نه دی اخیستي، بلکې د دې هدف له پاره يي د بار وړونکو الوتکو څخه هم استفاده کړې ده.

د امريکايي پوځ په يو هوايي بريد کي په ۲۰۱۱ م کال د افغانستان سره پر پوله پاکستاني پوځيان ووژل سول. هغه وخت پاکستان د امریکايي ځواکونو د دغه عمل په غبرګون کې د څو میاشتو له پاره په خپل هیواد کې د ناټو اکمالاتي لاره وتړله. امریکا پدې ترڅ کي د خپلو پوځي اکمالاتو په موخه له هوايي لارې کار اخیستې وو.

د یاونې وړ ده چې اوس مهال په افغانستان کې ۴۰۰۰۰ امریکايي عسکر په پوځي ماموریت بوخت دي. ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۴ م کال تر پایه به نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووزي. په دې ترڅ کې به امریکا هم د راتلونکي کال په پیل کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر ۳۴ زرو ته راټیټ کړي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د نوامبر مياشتي د ۳۰مې نېټي راهيسي يو ځل بيا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو پر ضد احتجاجونه پېل سوي دي. پدې ترڅ کي په زرګونو احتجاج کونکو د ناټو د اکمالاتي لاري د بندلو هوډ وکړ.