1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د کينيدي يادون کوي

نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آذر ۱, جمعه

د ۱۹۶۳ کال د نوومبر مياشتي پر ۲۲ نېټه د امريکا متحده ايالاتو د وخت جمهور رييس جان اف کينيدي د تکساس ايالت په دالاس ښار کي په يوه سرخلاصي موټر کي د حرکت پر مهال په مرمۍ وويشتل سو او ووژل سو.

https://p.dw.com/p/1AMM6
انځور: picture-alliance/dpa

په دغه ورځ په امريکا کي د ټولو ادارو په ودانيو پر سرو باندي بيرغونه نېمه ځوړند وي او تقريباً ټول امريکايان د پخواني ولسمشر کينيدي يادون کوي. کينیدي پنځوس کاله دمخه په دغه نېټه په سپينه ورځ په يوه سرخلاصي موټر کي په دالاس ښار کي روان وو، چي ډېری خلک يې ښه راغلاست ته هم راوتلي ول له يوې نامعلومي خوا په مرمۍ وويشتل سو او ووژل سو.

نن د جمعې ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۲۲) د تکساس ايالت په دالاس ښار کي په هغه جاده کي چي کينيدي وويشتل سو يعنی په ځايي وخت ۱۲ بجو او ۳۰ دقيقو باندي د يوې دقیقې له پاره ټول راټول سوي خلک چپ پاتيږي او د مذهبي مراسمو د ترسره کولو وروسته بيا د امريکا متحده ايالتونو د ۳۵ ولسمشر او د هغه سياسي ميراث په ياد راوړي.

د دالاس په هوايي ګر کي د جان اف کينيدي او د هغه ماينه ږاکلين کينيدي
د دالاس په هوايي ګر کي د جان اف کينيدي او د هغه ماينه ږاکلين کينيديانځور: picture-alliance/AP

تر ټولو ستر مراسم به د کينيدي په خپل ټاټوبي مسیچوسیتس ايالت او پلازمېني واشنګټن ډې سي، کي تر سره سي.

د امريکا متحده ايالاتو په تاريخ کي تر ټولو محبوب سياستوال او جمهور رييس جان اف کينيدي د وژلو په تور تر پيښي څو ساعته وروسته د لي هاروي اسوالد په نوم یو شخص ونیول سو. دغه تورن کس د تمي خلاف دوې ورځي وروسته د پوليسو په ولکه کي د ژونالیستانو و مخ ته د يوه کس له خوا په مرمۍ وويشتل سو او ووژل سو.

د امريکا متحده ايالات د دغي ملي غميزي په اړه تر نن پوري هم حدس او ګومان کيږي چي د هغه د وژلو پلان به چا جوړ کړی وي.

هغه ليست چي د کينيدي د وژلو د پلان جوړولو شک ور باندي کېږي ډېر اوږ دی. د وخت شوروي اتحاد، د کيوبا مشر فېدل کاسترو، د سي آی آې مخبران، د امریکا پوځ او که مافيا؟

خو د دغي پيښي د څېړلو له پاره ټاکل سوي پنځه کمېسيونونه تر کلونو څېړنو وروسته دې نتيجې ته ورسېدل چي کينيدي، د لي هاروي اسوالد له خوا په يوازي سر وژل سوی دی. خو د امريکا متحده ايالاتو د استخباراتي ادارې سي آی آې يو تعداد اسناد به په ۲۰۱۷ مېلادي کال کي افشا سي.

د ډېرو امریکايانو له پاره اوس هم دغه پوښتنه حل سوې نه ده چي جان اف کېنيدي چا وژلی دی.