1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د ۲ تریلیونو ډالرو مالي بستې پر سر توافق کړی

۱۳۹۹ فروردین ۷, پنجشنبه

سپینه ماڼۍ او د امریکا سنا د کرونا ویروس له کبله د رامنځ ته شوي اقتصادي حالت د کنترول له پاره پر ۲ تریلیونو ډالرو یوې کمکې بستې سره سلا شوي دي. د کرونا ویروس له کبله ګڼ شمیر امریکايي وګړي او شرکتونه زیانمن شوي دي.

https://p.dw.com/p/3a1Ei
Washington: Das Kapitol - Sitz des US-Kongresses
انځور: picture-alliance/J. Schwenkenbecher

د امريکا د سنا جرګې مشر ميچ مک کونل د چهارشنبې په ورځ ( ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې ۲۵مه نیټه) وویل چې د دغه مالي بستې پر سر هوکړه تر پنځو ورځو شدیدو مذاکراتو او خبر اترو وروسته شونې شوه. نوموړي د دغې مالي بستې ستاینه کړې او هغه یې د امریکا ملت ته د یوې جګړې پرمهال د یوې سترې پانګونې په څیر یو اقدام یاد کړی دی.

د امریکا په سنا کې د ديموکراتانو استازي چوک شومر د مک کونل تر وینا لږ وروسته وویل چې «موږ د دوو ګوندونو د توافق له کبله د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره اقتصادي کمکي بسته لرو.» شومر په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې د کرونا ویروس له کبله ګڼ شمیر امریکایان له کار کولو پاتې دي.

د نوموړي په خبره دوی ان په دې نه پوهیږي چې راتلونکی به یې په څه ډول وي او دا چې د دارو درملو مصارف به یې څوک ورکوي. نوموړي زیاته کړې چې په دې صورت کې موږ د دې ژغورنې ته را ودانګل.

دا په داسې حال کې ده چې د سنا او د امریکا د استازو د جرګې استازي اړ دي چې دغه مسوده ولسمشر ترمپ ته د لاسلیک تر لیږلو وړاندې تصویب او تائيد کړي. مک کونل وویل چې سنا به د چهارشنبې ورځې په وروستیو ساعتونو کې دغې مسودې ته رایه واچوي.

 

د امریکا متحده ایالات غواړي چې د کرونا ویروس له کبله په دغه رامنځ ته شوي وضعیت کې،۲ تریلیونه ډالر روغتیايي مرکزونو، سوداګریزو شرکتونو او عادي امریکایانو ته ورکړي. په دې ترتیب به ډیرو سختو ځپل شویو امریکایانو ته مستقیمې پیسې ورکړل شي، کوچني شرکتونه به بلاعوضه مرستې ترلاسه کړي او د هوايي شرکتونو په شمول سلګونو نورو سترو شرکتونو ته به د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پورونه په اختیار کې ورکړل شي.

سربیره پر دې، له دې پیسو څخه د شومر په خبره ۱۳۰ میلیارده ډالر به د امریکا متحده ایالاتو روغتونونو،صحي کلینیکونو او نورو روغتیايي سازمانانو ته ورکړل شي. په امریکا متحده ایالاتو کې د هرې ورځې په تیریدو سره، په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی او په دې هیواد کې روغتونونه حفاظتي وسایلو، د جدي مراقبتونو مرکزونو او د تنفس اړوند تجهیزاتو ته سخته اړتیا لري.