1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د PKK په اړه ترکيې ته استخباراتي معلومات ورکوي

۱۳۸۶ آبان ۱۰, پنجشنبه

د امريکې متحده ايالتونه ترکيې ته د عراق په شمال کي د کردستان د کارگر گوند د غړيو د ځايونو په اړه استخباراتي معلومات ورکوي.

https://p.dw.com/p/DKCg
د همدې له پاره امريکايي اکتشافي الوتکو د ترکيې او عراق په گډو پولو کي الوتني کړي دي.
دا خبر د CNN تلويزيوني شبکې د امريکې د متحده ايالتون د دفاع وزارت په احواله ورکړی دی.
ترکيه د عراق په شمال کي د کردستان د کارگر گوند پر کمپونو او پټځايونو باندي د پوځي بريدونو گواښ کوي او په سرحد کي يي په لس هاوو زره عسکر ځای پر ځای کړي دي.