1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا سوريايي ياغيانو ته وسلې ورکوي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۲۷, پنجشنبه

د امریکا متحد ايالات د دې له پاره چي د اسلامي دولت ډلي پرمختگ ودروي په اقداماتو لاس پوري کړی دئ. څو مياشتي دمخه د دغه شان اقداماتو تصور هم نه کېدی. خو دغه کار د پلي ځواک د ماموريت د مخنيوی له پاره سوی دی.

https://p.dw.com/p/1DEwO
USA Wirtschaft Shut Down
انځور: MLADEN ANTONOV/AFP/Getty Images

د امریکا متحدو ايالاتو د نمايندگانو مجلس د پوځ هغه پريکړه تائيد کړې ده چي په سوريه کي د اسلامي دولت ډلي پرضد دي د سوريې ياغيانو ته وسلې او روزنه ورکړي.

په دې سره نو د چهارشنبې په ورځ د اوباما له خوا وړانديز ته ۲۷۳ استازو موافقي او ۱۵۶ مخالفي رايي ورکړې. د جمهوري غوښتونکو اپوزيسيون له ۲۳۳ کسانو څخه ۱۹۵ استازو يې د جمهور رئيس د ستراتيژۍ ملاتړ وکړ. د اوباما د ديموکراتانو له ۱۹۹ استازو څخه ئې ۸۵ کسانو مخالف ول.

روزنه او ۵۰۰۰ ياغيانو ته وسلې

دغي رای ورکوني نزدې شپږ ساعته دوام وکړ او کله کله به ډېره احساسه هم سوه. دغه قانون بايد د سنا مجلس تصويب کړي. کيدای سي چي دغه قانون نن د پنجشنې په ورځ تصويب سي.

د سوريې «ميانه روه» ياغيان په يوه وخت کي د اسلامي دولت ډلي او بشارالاسد رژيم پرضد جنگيږي. د امریکا متحدو ايالاتو د معلوماتو له مخي د ياغيانو روزنه به په سعودي عربستان کي کيږي.

ويل کيږي چي د ۱۲ مياشتو په جريان کي به نزدې ۵۰۰۰ ياغيان وروزل او په وسلو مجهز سي. ويل سوي دي چي د دې له پاره بايد په دفاعي بوديجه کي ۵۰۰ ميليونه ډالره اضافه سي.

Barack Obama Florida Tempa Rede 17.09.2014
انځور: Getty Images/Afp/Mandel Ngan

د امریکا حکومت د سوريې د کورنۍ جگړې په لومړيو درو کلونو کي د اسد مخالفانو ته د وسلو ورکولو په برخه کي ځان پرشا کاوه. سپيني ماڼۍ اندېښنه لرله چي دغه وسلې د افراطي ډولو لاسونو ته ورنه سي. خو اوس د اوباما د ستراتيژۍ يوه برخه له اسلامي دولت ډلي سره په مبارزه کي، د سوريې له آزاد پوځ سره گډه همکاري ده. د امريکا جمهور رئيس د پلي ځواک لېږل په بشپړه توگه رد کړي دي.

«امریکايي ځواکونه جنگي ماموريت نه لري»

اوباما په تامپا (فلوريدا ايالت) کي د منځني ختيځ له پاره د امریکا د پوځي قوماندې په مرکز کي له عسکرو سره د ليدني پرمهال وويل: «هغه عسکر چي مو عراق ته لېږلي دي جنگي ماموريت نه لري او نه به هم ورکړل سي.»

د امريکا متحدو ايالاتو د ټولو ځواکونو قوماندان وويل: «تاسي او زموږ نور ځواکونه به يووار بيا په عراق کي پلي جنگ ته نه ولېږل سي.»

هغه زياته کړې ده چي په عراق کي ۱۶۰۰ امریکايي عسکر يوازي د پوځي سلاکارانو په توگه کار کوي او هلته به د امريکا تاسيسات ساتي. له اسلامي دولت سره په مبارزه کي امريکا پر عراقي ځواک او د کردانو پر پيشمرگي ملېشو باندي حساب کوي. پر دې سربيره امریکايي هوايي ځواک د اسلامي دولت ډلي پرضد هوايي بمبار کوي.

Hassan Rohani Iran Präsident 30.08.2014
انځور: Behrouz Mehri/AFP/Getty Images

د ايران ولسمشر پر واشنگټن نيوکه کړې

د ايران جمهور رئيس حسن روحاني د امریکا له «NBC» راډيو تلويزيون شبکې سره په مرکه کي د امريکا متحدو ايالاتو پر هغي پريکړي باندي چي عراق ته پلی ځواک نه لېږي نيوکه کړې ده. هغه ويلي دي: «آيا امريکا د مځکني جنگ له تلفاتو څخه بيريږي؟»

هغه ويلي دي چي د سيمه ييزو او نړيوالو کړکېچونو په له منځه وړلو کي يوازي هغه څوک بريالی کيدای سي چي «قرباني ورکړي». ايران د اسلامي دولت ډلي پرضد مبارزې ملاتړ کوي.