1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا، شمالي کوريا ته د خوراکي توکو د ليږلو تياری نيسي

۱۳۹۰ اسفند ۱۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14GLv

د شمالي کوريا د لانجمن اتومي پروګرام پر موضوع باندې د خبرو تر چمتووالي وروسته د امريکا متحده ايالات، د ۳ کلونو وروسته دغه هيواد ته د خوراکي توکو د ليږلو له پاره تياری نيسي. تيره اوونۍ پيونګ يانګ ژمنه کړې وه چي د خوراکي توکو په بدل کي به د يورانيمو د غني کولو څخه لاس په سر شي، اتومي آزموينې به نه کوي او خپلو اتومي دستګاوو ته به د نړيوال اتومي انرژۍ د سازمان څارونکو د ورتګ زمينه برابره کړي. د شمالي کوريا له پاره د متحده ایالاتو ځانگړي استازي روبرت کينګ، وويل چي نن چارشنبه به په پيکينګ کي دا خبره یقیني کړي چي خوراکي توکي واقعأ مستحقو کسانو ته رسيږي.