1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امريکا غواړي افغانستان ته ۳۵۰۰ اضافي عسکر ولیږي

۱۳۹۶ شهریور ۱۶, پنجشنبه

امریکايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې له تمې سره سم غواړي افغانستان ته ۳۵۰۰ اضافي سرتیري واستوي ترڅو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ لا پسې پراخ کړي.

https://p.dw.com/p/2jTag
Symbolbild USA Irak Truppen
انځور: picture-alliance/dpa/Armin Weigel

یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي چې د دغه هيواد د دفاع وزیر جیم متیس او د امریکا لوی درستيز جنرال جوزسف دانفورد د ولسمشر ترمپ د نوې تګلارې په هکله د امریکا د کانګریس له ځینو غړو سره د بندو دروازو تر شا غونډه لرله.

پنتاګون یا د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت وايي چې نه غواړي د امریکايي سرتیرو د شمیر په هکله تر هغې وخته پورې تبصره وکړي ترڅو چې جیم متیس پخپله نه وي اعلان کړي.

که چیري دغه شمیر تائید شي، نو په دې سره به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر شاوخوا ۱۴ نیم زره سرتیرو ته ورسیږي.

له څو میاشتو راهیسې ولسمشر ترمپ د افغانستان په هکله تګلارې ارزولې او بالاخره يې د امريکا له لوري د یوه داسې جګړه ایز ماموریت اعلان وکړ چې پای یې نه دی معلوم او د طالب یاغیانو پر ضد یې د لا ډیرو بریدونو ژمنه هم وکړه.

تیره اونۍ متيس ویلي ول چې هغه داسې امر لاسلیک کړی چې له مخې یې افغانستان ته اضافي سرتیري لیږل کیږي خو نوموړي هم د سرتیرو د شمیر په هکله جزئیات ور نه کړل او زیاته یې کړه چې تر هر څه وړاندې غواړي کانګرس ته په دې هکله معلومات ورکړي.

امریکايي چارواکي له میاشتو راهیسې رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې ولسمشر ترمپ دفاع وزیر متیس ته افغانستان ته د لیږلو له پاره د شاوخوا ۴۰۰۰ اضافي امریکايي سرتیرو واک ورکړی دی.

په۲۰۱۱م کال کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیر له ۱۰۰ زرو اوښتی وو او له هغه وروسته چې پر واشنګټن باندې د دې پوځي عملیاتو د زیاتو مصارفو له امله داخلي سیاسي فشارونه پراخ شول، سپینې ماڼۍ هم په افغانستان کي د خپلو عسکرو د شمېر لږولو اقدام وکړ.

تر اوسه پورې په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې په ترڅ کې تر ۲۳۰۰ زيات امریکايي عسکر وژل شوي او شاوخوا ۱۷ زره نور یې ټپیان شوي دي.

زموږ له ارشيف څخه: