1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا غواړي د افغانستان په جنوب کي يوه قومانده وچليږي

۱۳۸۷ آذر ۳, یکشنبه

د امريکا ددفاع وزير د ناټو د غړو هيوادونو څخه غوښتنه کړې چي په افغانستان کي خپله ستراتيژي بدله کړي او د هغه هيواد په جنوب کي د طالبانو پر ضد وجنګيږي. خو متحدين يې دې بلني ته پاملرنه نه کوي

https://p.dw.com/p/G0PM
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګيټس
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګيټسانځور: AP

د متحده ايالاتو د دفاعي چارواکو د ويناوو له مخه، په داسي حال کي چي امريکايي پلان جوړونکي په راتلونکي کال کی په افغانستان کي د خپلو پوځيانو د زياتولو فکر کوي،امريکايي چارواکي غواړي چي د يو سيمه ايز پراخ قومانده يي جوړښت د يوې برخي په توګه د افغانستان په جنوب کي د اوسنۍ ستراتيژۍ څخه چي د طالبانو سره ولايت په ولايت جګړه ده، لاس واخلي.

د ناټو د سيمه ايز جنوب نومي قوماندانۍ پنځه ولايتونه د رواني جګړې اصلي کرښي جوړوي. کارپوهان وايي، ښورښيانو چي د ترياکو د سوداګرۍ له درې مليارده ډالرو ګټي څخه ځان تمويلوي،اوس يې د سرحدي ولاياتوپر يوې برخي باندي خپل نفوذ پراخ کړی دی.

د متحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرت ګيټس د جمعې په ورځ د کاناډا د نووا سکوتيا په ولايت کي له خپلو کاناډايي، ډنمارکي، برتانوي، هالنډي، آسټرليايي ،استونيايي او رومانيايي ملګرو سره چي د افغانستان په جنوب کي د ناټو د18000 سرتيرو څخه په سلو کي 90 د هغوی له هيوادونو څخه دي، پر دغي ستراتيژۍ باندي خبري وکړې.

خو د ناټو دغو متحدينو په پوځي ستراتيژۍ کي د بدلون لپاره ډيره لږ مينه ښکاره کړه او پر ځای يې له ولسي مشرانو سره د اړيکو پر ټينګښت او د پراختيايي کارونو پر زياتولو باندی ټینګار وکړی.

د برتانيې د دفاع وزير، جان هوتن وويل،« موږ له اوسنی قومانده يي او کنټرولي جوړښت سره ډير خوښ يو.»

په بروکسل کي د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه
په بروکسل کي د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډهانځور: AP

د هالنډ د دفاع وزير، آيمرت وان ميدل کوپ، وويل.«غوره ده چي په راتلونکوکلونو کي په ملکي سطح کي زيات کار وکړو او بيا وروسته په سيمه ايزه سطح».

د امريکا متحده ايالات د افغانستان په جنوب کي 3500 سر تيري لري. خو قوماندانانو د جنوب لپاره د څه د پاسه لس زرو نورو ځواکونوغوښتنه کړې ده،دا هغه غو ښتنه ده چي د منتخب جمهور رييس بارک اوباما،انتظار باسي، چي د جنورۍ پر 20 خپل رياست پيل کړي.

د پنتاګون د مطبوعاتي چارو منشي، جي آف مورل،خبريالاتو ته وويل:« د جنوب سيمه ايز قومانداني ته د راتلونکو امريکايي سرتيرو ونډه به د جنوب د سيمه ايز قوماندان تر قوماندي لاندي وي.» هغه زياته کړه: موږ هيله من يو چي دا د نورو لپاره يوه بيلګه وګرځي او هغه قوماندان ته واک ورکړي چي له سرتيرو څخه د سيمي په بشپړه ګته کار واخلي.»

تر اوسه پوري ناټو په جنوب کي د ياغيانو سره جګړه ولايت په ولايت ويشلې ده او هرهيواد د يوه ولايت لپاره مسووليت په غاړه اخيستي دی.»

چارواکي وايي: د متحدينو د تشويقولو سره چي په هر ولايت کي له خپلو قوماندانانو څخه واک واخلي او د سيمي په سطح قوماندان ته دغ واک ورکړي، کيداي سي چي د ښورښيانو د فعاليتونو په مخ نيوي کي ناټو په اغيزمنه توګه کار وکړي.

يوه امريکايي چارواکي چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يي خبري وکړي وويل : « هغه دښمن چي موږ په افغانستان کي ور سره لاس او ګريوان يو،هغه پوله نه پيژني، نو څومره چي موږ د پولو څخه بهر د همکاري لپاره کار وکړو، دا به غوره وي.»

خو د متحده ايالاتو د دفاع وزير وروسته اعتراف وکړی چي د متحده ايالاتو دغه نوې ستراتيژي په جنوب کي د ناټو د نورو متحدينو لپاره د منلو وړ نه ده، هغوی غوره ګني چي له سميه ايزو افغان ملکي مشرانو سره له نژدې اړيکي ولري او د هغوی سره کار وکړي.