1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا غواړي د افغانستان په يوشمېر سيمو کي ملېشه يي ځواک جوړ کړي

۱۳۸۸ آذر ۱, یکشنبه

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د شنبي د ورځي د يو رپوټ له مخه، د امريکا متحده ايالات د افغانستان په مختلفو سیمو کي د يوشمېر طالب ضد ملېشو د جوړلو په هڅو کي مرستي پيل کړي دي...

https://p.dw.com/p/Kcrm
د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته پر کابل باندي د ملېشو ور دانګل
د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته پر کابل باندي د ملېشو ور دانګلانځور: AP

ورځپاڼي ليکي، چي افغان او امريکايي چارواکي پلان لري، چي د افغانستان په جنوب او ختيځ کي په هغه سيمو کي، چي د طالب ياغيانو هډې ګڼل کيږي، د دا ډول وسلوالو ډلو جوړول پيل کړي. په رپوت کي ويل سوي دي، چي چارواکي وايي، هغوی هيله من دی، چي له دغه پلان سره، چي د « ټولني دفاع ابتکار» نوم پر ايښول سوی دی په زر ګونو وسلوال کسان سره تنظيم کړي تر څو د طالب اورپکو پر خلاف له خپلو سيمو څخه دفاع وکړي.

د نيويارک تايمز ورځپاڼه يادونه کوي، چي چارواکي هيله من دي، د داسي ملېشو د لمن له پراخيدو سره د هغو افغانانو په شمېر کي زياتوالی راوستل سي، چي د طالب اورپکو پر ضد جنګيږي.

البته دغه قومي ملېشه پر هغو امريکايي او افغان ځواکونو سر بيره جوړيږي، چي همدا اوس په هيواد کي موجود دي. نيويارک ټايمز زياتوي، دغه مليشه ځواک کولای سي هغه خلا ء هم ډکه کړي چي د افغان امنيتي ځواکونو د روزني په موده کي رامنځ ته کيږي.

نوموړي ورځپاني د يو امريکايي چارواکي چي خپل هويت يي نه دي ښودلی، له خولي وويل:« هدف دا دی تر څو خلک خپل مسووليت په خپله په غاړه واخلي. هغه زياته کړه« په ځينو سيمو کي لا مخکي دغسي ملېشي جوړي سوي دي.»

خو د نيويارک ټايمز رپوټ دا هم وايي، چي د دا ډول قومي ملېشو جوړول، دا خطر هم له ځان سره لري چي هغوي يو وخت بيرته د يو بل په مقابل کي او يا د امريکايي او افغان ځواکونو پر خلاف ودريږي.

د کارپوهانو په آند د قومي ملېشو جوړول به افغانانو ته يوار بيا هغه تر ټولو تريخ وخت ورپياد کړي چي هر څوک به د خپل اولاد څخه بې زاره ول
د کارپوهانو په آند د قومي ملېشو جوړول به افغانانو ته يوار بيا هغه تر ټولو تريخ وخت ورپياد کړي چي هر څوک به د خپل اولاد څخه بې زاره ولانځور: AP

ورځپاڼه د امريکايي چارواکو له خولي دغه انديښنې ته په ځواب کي وايي:

« دغه ډول وسلوالي ډلي به کوچني وي او د فعاليت ساحه به يي هم محدوده وساتله سي. هغوی به يواځي د کليو او بانډواو چاوڼيو د ساتلو لپاره وګمارل سي.

چارواکو داهم وويل چي، دغه ملېشه يي ځواک به په افغان حکومت پوري تړلی وي. له دغو اقداماتو سره هڅه کيږي چي د افغانستان د وروستيو لسيزو د هغو غلطيو مخه ونيول سي، چي په نتيجه کي يې ملېشه يي او يا جګړه مارو ډلي سر را پورته کړ.

په عين وخت کي پرون په کابل کي د افغانستان د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر وويل، چي حکومت غواړي د خپل ملي پوليسو او ملي اردو شمير تر 400 زرو پوري ورسوي:

« د هغي ارزوني پر بنسټ چي د جنرال ميک کريسټل د نوي وړاندي شوي ستراتيژي د وړانيز يوه برخه ده، د افغانستان حکومت به په ټوليزه توګه 160 زره پوليس او 240 زره د ملي اردو منسوبين ولري. موږ له دغه ډول وړانديز سره موافق يو او له وضعي څخه زموږ د ارزونو پر بنسټ هم دغه يو مناسب شمير دی.

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل