1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا غواړي پر خپله ستراتيژي باندي دسره غور وکړي

۱۳۸۸ مرداد ۹, جمعه

د جون د مياشتي د شروع څخه جنرال سټينلي مِک کرستال په افغانستان کښي د امريکايي قواوو قوماندان دی . او دده په راتلو سره به د سيمي په ستراتيژي کښي اساسي تغيرات هم رامنځته سي ...

https://p.dw.com/p/J0uR
د امريکايي قواوو نوی قوماندان جنرال سټينلي مِک کرستال
د امريکايي قواوو نوی قوماندان جنرال سټينلي مِک کرستالانځور: AP

په افغانستان کې اصلي هدف هم هغه پخوانۍ دی او د امريکې د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې هلري کلنټن له خپل انگريزي سيال داويد ملي بانډ سره په مطبوعاتي کانفرانس کې يو وار بيا تکرار کړه چې : په افغانستان کې د القاعده ترهگره ډله ماته او ناکامه کړي .

هلري کلنټن وايي ،«لومړي رپوټونه ډېر اميدبخښونکي دي، مگر موږ پوهېږو، چې موږ به لا وړاندي لار وهو او ځو به .»

خو په سيمه کې تکتيکي زور بله خوا اچول شوی دی . د جون د مياشتي له پيل راهيسي په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سټينلي مک کرستال Stanley McChrystal ته ، تر وژل شوو ترهگرانو هغه ملکي کسان د ډيراهميت وړ دي، چې بايد په امن کې ژوند وکولی شي .

د افغانستان او پاکستان د پاره د امريکې د مشر بارک اوباما ځانگړی استازی ريچارد هولبروک له سيمي څخه تر خپلي وروستۍ کتنې پس وايي، يو څرگند توپير يې ليدلی او هغه دا چې امريکايي ځواکونه اوس د افغاني کروندگرو د کوکنارو کښتونه نه نړوي .

دی وايي ، « هولبروک په ډاگه کوي، امريکې په دې ډول سره په سوونو مليونه ډالر بېځايه لگولي دي . د يوه هکتار کوکنارو د کښت اړونه 44000ډالره مصرف لري . او کوم څه چې موږ ورڅخه په لاس راوړي هغه دا دي چې، د کوکنارو کروندگر زموږ پر ضد ودرېدل . دا بې وزله خلک دي او هغه څه کري، چې ډيري پيسې ورته راوړي . نو په دې ډول سره موږ خلک د طالبانو په لاس کې ورکړل .»

دکوکنارو د بوټو ماتول اوخرابول
دکوکنارو د بوټو ماتول اوخرابولانځور: dpa

هولبروک په ډاگه کړه، د هغه پرځای به اوس د نشه يي توکو معامله بنديږي . ځکه دا کار پر هغه چا زياته اغېزه کوي، چې د نشه يي موادو له سوداگرۍ څخه گټه اوچتوي . له بله پلوه به امريکه د افغانستان د کرهڼې له پراختيا سره مرسته کوي . ځکه افغانان ډېر ښه بزگران دي، کوم چې لږ څه مرستي ته ضرورت لري .

هولبروک د افغانستان د ثبات په خاطر د ضرورت وړ نړيوالو او افغاني امنيتي ځواکونو شمېر نه دئ ټاکلی او څرگندوي ،

«داسې ښکاري، چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو موجوده اندازه داوږدې مدې د پاره بس نه ده . موږ به د افغانستان له ټاکنو څخه وروسته د نوي حکومت سره په دې باب صلاح مشورې کوو. موږ به اړتياوي ځان ته معلوموو او گورو به، چې څرنگه په دې لاره کې مرسته وکړو.»

د امريکې موجوده پلان دافغانستان د پاره 68000عسکر په نظر کې لري، چې پر دې باندې 30000 نور د ناټو سرتيري او يو لک افغاني امنيتي ځواکونه ورزياتيږي .

مگر په نيويارک کې دخارجي چارو د اړيکو له قنسل څخه د پوځي چارو پوه شتيفن بيدل Stephen Biddle په افغانستان کي له 3 لکو څخه تر 6 لکو عکسرو ته ضرورت ويني . نوموړی وايي د خلکو امنيت يو مشکل دئ چې امريکه او ناتو ورسره په افغانستان کې مخامخ دي .

تر دې لا پورته کړکېچ د يوه غيرعامل او ناکاره حکومت موجوديت دئ . دولتي ماموران له يوې خوا خراب روزل شوي او له بلې خوا يواځي په خپله گټه کار کوي . دا عمل تر بل هر چا طالبانو ته ډيره گټه رسوي .

بيډل له پوليسو او قاضيانو څخه نيولې تر لوړپوړو دولتې مامورانو پورې په ملي خيانت ، شوکه ( اختلاس )او رشوت کې شريک بولي .

کرستينه برگمن/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري