1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له ایران سره د مخامخ خبرو په اړه رپوټ رد کړ

۱۳۹۱ مهر ۳۰, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16U0D

سپني ماڼۍ د نیویارک ټایمز ورځپاڼي هغه رپوټ رد کړ، چې گويا واشنگټن او تهران په دې راضي شوي دي چې د ایران د شخړه ییز اټومي پروگرام پر سر دي له یو بل سره مخامخ خبري وکړي. دغه ورځپاڼي د اوباما د ادارې د یو تن په حواله چې نوم ئې نه دئ اخيستل شوی ویلي دي، چې په اصولي توگه په متحده ایالاتو کې د را رواني میاشتي تر ټاکنو وروسته د خبرو اترو د تر سره کولو پر سر باندي موافقه شوې ده.

خو د متحده ایالاتو د ملي امنیت ویاند Tommy Vietor ویلي دي چې د هیڅ ډول خبرو پر سر موافقه نه ده شوې. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې متحده ایالات د ملگرو ملتونو د امنیت شورا او المان سره په گډه کار کوي، چي د ایران د اتومي پروگرام د بندولو له پاره له دیپلوماتیکي لاري یوه حل ته ورسیږي. لویدیځ داسي اندیښنه لري چې گويا ایران په پټه اټومي وسلې جوړوي، خو تهران بیا پر دې خبره ټینگار کوي چې اتومي پروگرام ئې یوازي د سوله ییزه موخو له پاره دئ.