1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له بګرامه د بنديانو پر آزادولو نيوکه سوې ده

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۱۱, چهارشنبه

امریکایي چارواکو ویلي دي چې غواړي د افغان حکومت له یوه زندانه د ۸۸ بندیانو د آزادولو بهیر ودروي، ځکه د هغوی په خبره دغه بندیان خطرناک دي. په دې وروستیو کې د ولسمشر کرزي او اوباما ادارو تر منځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Ajyn
انځور: picture-alliance/AP

امريکايي ځواکونو په دې وروستيو وختونو کې په پروان کي د بګرام زندان مسوولیت افغانانو ته وسپاره. دا کار د افغان حکومت تر پرله پسې غوښتنو وروسته تر سره شو. افغان حکومت ته د بګرام زندان مسووليت سپارل، د افغان او امریکايي حکومتونو تر منځ یوه شخړه ییزه موضوع وه.

له هغه وروسته چي افغان ولسمشر حامد کرزي د کابل او واشنګټن ترمنح د دوه اړخيز امنيتي تړون له لاسليکولو څخه ډډه کړې د امریکا او افغان دولتونو ترمنځ ترينګلتيا نوره هم ډېره شوې ده. دغه تړون په افغانستان کي له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ تنو پوري امريکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابروو.

ولسمشر کرزی وایي تر هغه وخته پوري به دغه تړون لاسلیک نه کړي چې امریکا د افغانستان د سولي له بهیر سره مرسته نه وي کړې او د افغانانو پر کورونو باندي خپلې بمبارۍ ختمي نه کړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند دیو لاپن، ویلي دي: «څېړنیزي کمېټې خپل صلاحیتونه وغځول او د یو شمیر خطرناکو وګړو د آزادولو امر یې وکړ. دغه کسان په ښکاره توګه ګواښونه رامنځته کولای شي او د هغوی د محاکمې او نورو تحقیقاتو له پاره کافي شواهد موجود دي.»

امریکا متحده ایالاتو افغان حکومت ته د بګرام زندان د سپارلو بهیر وځنډاوه خو بیا په پای کې په دې اړه له کابل سره یوې موافقې ته ورسیدل.

یوه امریکايي چارواکي ویلي دي چې د هغو کسانو له ډلې څخه چې له زندان څخه آزادیږي۴۰ سلنه یې په مستقیمه توګه د ۵۷ ملکي افغانانو د مرګ ژوبلي مسوولان ول او۳۰ سلنه یې په مستقیمه توګه په داسې بریدونو کې برخه لرله چې په پایله کې یې ۶۰ امریکایي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي وایي هغه کسان چې له زندان څخه د آزادیدو پریکړه یې شوې ده ګواښونه نه رامنځته کوي.

د بګرام زندان بندیانو د دسیو د څېړنې کمېټې مشر عبدالشکور دادرس، وايي: «په ډیرو مواردو کې بندیان په ناسمه توګه په داسي پیښو کي ښکېل بلل شوي ول چې دوی پکې ګډون نه لاره.»

که افغانستان او امریکا متحده ایالات په خپل منځ کې امنیتي تړون لاسلیک کړي له کابل سره د واشنګټن مرستې به دوام پیدا کړي خو که دغه تړون لاسلیک نه شي نو له افغانستان سره د امریکا مرستې به ډیرې لږ شي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر کرزی، وايي د افغانستان راتلونکی ولسمشر کیدای شي له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.